د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د بلخ اوسیدونکي: د جنايي جرمونو زیاتوالي پوزې ته راوستي یو


مزار شریف
مزار شریف

د بلخ اوسېدونکي په مزارشریف ښار او شاوخوا سیمو کې یې د جنايي جرمونو له زیاتوالي شکایت لري او امنیتي چارواکي د خلکو د امنیت خوندي ساتلو ته په بې پامۍ تورنوي.

د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په ښار کې د موټرسایکل سپرو وسله‌والو او د غلو حضور زیات شوی دی.

د مزارشریف اوسېدونکي زیاتوي چې حکومت باید د اختر په ورځو کې د جرایمو د مخنیوي او د امنیت خوندي ساتلو په خاطر، کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

د مزارشریف دوه ښاریان یې په اړه وايي:"شازیه یم، په مزارشریف ښار کې موټر سایکل لرونکي مسلح غله زیات شوي، د ښځو بکسونه، موبایل او د خلکو پیسې په رڼا ورځ د پولیسو په حضور کې غلا کوي. دوه ورځې دمخه یې زما لاسي بکس د مزار ښاروالۍ له مخې رانه وتښتاوه.

-زما نوم حبیب دی، په مزارشریف کې موټر سایکل لرونکي غل له حده ډېر زیات شوي، دوی وسله‌وال دي، خلک دروي او د وسلو په زور د هغوی توکي اخلي."

په همدې حال کې امنیتي چارواکي په مزارشریف ښار کې د موټرسایکل لرونکو غلو د پراخ حضور په تأیید سره وايي چې هغوی د یوې میاشتې په ترڅ کې له سلو ډېر کسان د جنایي جرایمو په تور نیولي او دوسیې یې څارنوالۍ ته استولي دي.

د بلخ امنیې قوماندان اجمل فائز په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "۱۲۹ کسان د مختلفو جنايي جرایمو په تور نیول شوي، دوی د انسان تښتونې، سرقت او غلا په تور له وسلو سره نیول شوي. موږ له دوی ۴۶ میله مختلف النوع وسله او ۲۰ عرادې موټر او موټر سایکلونه ترلاسه کړي."

د بلخ امنیه قوماندان اجمل فائز
د بلخ امنیه قوماندان اجمل فائز

د بلخ امنیه قوماندان زیاتوي چې دوی د اختر د ښه لمانځلو لپاره په مزارشریف ښار او شاوخوا سیمو کې یې لومړۍ درجه امنیتي تدابیر پلان کړي.

هغه زیاته کړه: "زموږ د پولیسو هڅې دوام لري، چک پواینټونه جوړ شوي، په ټولو سیمو او ولسوالیو کې زموږ امنیتي ځواکونه مؤظف شوي، څو په لوړه سطح تدابیر ولري او اختر په آرامه فضا کې ترسره شي."

په وروستي پېښه کې د تېرې شنبې په شپه موټر سایکل لرونکو وسله‌والو د بلخ د طب پوهنځي محصل محمد شکیب په مزارشریف ښار کې وروسته له هغې په ډزو سره وواژه چې نوموړي غلو ته د خپل موبایل او پیسو د نه ورکولو په خاطر د هغوی د ګواښ په مقابل کې مقاومت وکړ.

پولیسو تر دې دمه د پېښې عاملین نه‌دي نیولي.

XS
SM
MD
LG