د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د دفتر پر یوه کاسټر موټر یو چسپکي ماین وچاودېد.
د نوموړي په وینا دا پېښه د کابل په دارالامان سړک کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون ودانۍ ته نږدې پېښه شوې.
تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نشته.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالفرید احمد ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ددې ادارې ۵ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
نوموړي وویل چې دا چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې چې پخوا ځای پر ځای شوې وه.
د کابل امنیه قوماندۍ هم دا پېښه تایید کړې ده.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډیو ته وویل چې له دې پېښې یو مړ او ۹ ټپیان روغتونو ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په یوه لیږل شوي پیغام کې ویلي چې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د دفتر پر یوه کاسټر د ماین چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.