د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸
د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د کارکوونکو کاسټر موټر چې نن له غرمې وروسته ورباندې چاودنه وشوه.
د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د کارکوونکو کاسټر موټر چې نن له غرمې وروسته ورباندې چاودنه وشوه.

د اداري اصلاحاتو د کمېسیون پر کاسټر برید کې ۵ تنه وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي چې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د دفتر پر یوه کاسټر د ماین چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د کابل ښار کې په درالامان سیمه کې چاودنه شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي چې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د دفتر پر یوه کاسټر د ماین چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د یکشنبې په ورځ هم د دې ښار په مېرویس میدان سیمه کې په یوه کاسټر موټر د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی وو او ۱۰ نور ټپیان وو.

همدا راز ویل شوي وو چې په همدې ورځ دوه نورې چاودنې هم د میرویس میدان پر سړک شوي وو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالفرید احمد ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ددې ادارې ۵ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

نوموړي وویل چې دا چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې چې پخوا ځای پر ځای شوې وه.

د کابل امنیه قوماندۍ هم دا پېښه تایید کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې نن له غرمې وروسته یوه نیمه بجه د اداري اصلاحاتو د کمېسیون د دفتر پر یوه کاسټر موټر یو چسپکي ماین وچاودېد.

د نوموړي په وینا دا پېښه د کابل په دارالامان سړک کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون ودانۍ ته نږدې پېښه شوې.

تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

XS
SM
MD
LG