د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۸

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بريتانیا ته روان شو


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بريتانیا ته په سفر روان شو.

ټرمپ ويلي چې د بريتانيې او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ یو لوی فرصت شته.

له اروپايي ټولنې د بريتانيې د وتلو خبره ځنډېدلې او صدراعظمې تريزا مې پرېکړه کړې چې له خپلې دندې ګوښه شي، ټرمپ ولې اوس بریتانيې ته ځي؟

ډونالد ټرمپ ويلي دي چې اوسمهال د بریګزيټ يا له اروپايي ټولنې د بریتانيا د وتلو په درشل کې د سوداګرۍ لوی فرصت دی نو ځکه دی هڅه کوي چې له بریتانیې سره ځینې موافقې وکړي.

دی وايي چې بريتانيا هم غواړي چې له امریکا سره سوداګري زیاته کړي.

همداراز د بریتانيې صدراعظمې تريزا مې ويلي چې روانه اوونۍ له امریکا سره د دوه اړخيزې همکارۍ ټينګولو ډېر ښه او ځانګړی فرصت رامنځته شوی دی.

د بریتانيې صدراعظمه تريزا مې
د بریتانيې صدراعظمه تريزا مې

ټرمپ د بریګزيټ په اړه ځيني ناندريزې څرګندونې کړې وې، لکه بريتانیا بايد پرته له موافقې له اروپايي ټولنې ووځي، نو دی به بریتانوي چارواکو ته دا پيغام مخامخ ورکړي که څنګه؟

ويل کېږي چې ټرمپ بریتانيې ته له ځينو غوښتنو سره ځي.

ده مخکې د بریګزيټ په اړه ځیني داسې څرګندونې کړې وې چې ویل کېږي، ښايي د بریتانيې د صدراعظمې تريزا مې نه وې خوښې شوې.

د بیلګې په توګه، ده غوښتي وو چې مېرمن مې باید د بریګزيټ پر موضوع له سختۍ کار واخلي او ویلي یې وو چې بریتانیا باید اروپايي ټولنې ته د وتلو په مقابل کې هېڅ ډول معاوضه ورنه کړي او تريزا مې دې د بروکسل له مذاکراتو پرته له موافقې ووځي.

بل ځل يې ويلي وو چې پخوانی د بهرنیو چارو وزیر بورس جانسن د مېرمن مې ډېر غوره ځای ناستی کېدای شي.

د ټرمپ استازو مخکې هم له بریتانيې غوښتي چې د مخابراتو پر شرکت هواوې باندې دې خپل دريځ سخت کړي.

ده همداراز ويلي چې بریتانيا باید روان کال له اروپايي ټولنې ووځي.

روېټرز راپور ورکوي چې بریتانوي چارواکو په خپلو کې اندېښنه ښودلې چې ټرمپ ښايي مېرمن مې نوره هم نا ارامه کړي.

مې بې نتيجې هڅې کولې چې د خپل محافظه کاره واکمن ګوند غړي د بریګزيټ پر موافقه یو موټی کړي.

تريزا مې تېره مياشت له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ.

د بریتانيې خلک د ټرمپ د سفر په اړه څه وايي؟

د راپور له مخې یو شمېر بریتانوي وګړي وايي، ټرمپ د دوی د ارزښتونو پر ضد دی، لکه د ځمکې د تودوخې د درجې زیاتوالی او یا هم دا چې دی له ښځو سره څه ډول چلند کوي.

د يادولو وړ ده چې ټرمپ به په بریتانيا کې درې ورځې تېرې کړي او له برتانيې څخه به اېرلنډ او فرانسې ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG