د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۴

بنګله‌دېش د تمې خلاف د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړه

د بنګلدیش کرکټ لوبډله
د بنګلدیش کرکټ لوبډله

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په پنځمه لوبه کې بنګله‌دېش سویلي افریقا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دا په روانو سیالیو کې د سویلي افریقا دوهمه ماته او د بنګله‌دېش لومړۍ بریا ده، سویلي افریقا له دې وړاندې د انګلېنډ پر وړاندې لوبه بایللې وه.

د تېرې شپې په لوبه کې سویلي افریقا پچه وګټله او بنګله‌دیشۍ لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، بنګله‌دېش په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سویلي افریقا ته د ۳۳۱ منډو هدف وټاکه چې د مشفق الرحیم ۷۸ او د شکیب الحسن ۷۵ منډې په کې د یادولو وړ وې.

د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې که څه هم د سویلي افریقا منډه جوړوونکو تر وروستي اوره هڅه وکړه چې لوبه په خپل نوم کړي، خو ونه توانېدل او دا سیالي یې د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.

نن پاکستان او انګلېنډ لوبه کوي او سبا افغانستان د سریلانکا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

پاکستان، افغانستان او سریلانکا خپلې لومړۍ لوبې بایللي او انګلېنډ بیا سویلي افریقا ته په لوی توپیر ماته ورکړې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG