د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۳۴

داودزی: پاکستان به د خپلو اقتصادي ستونزو له کبله د امریکا غوښتنې ته غاړه کېږدي


آرشیف، د سولې په چارو کې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې په حال کې. April 5, 2019

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، خوشبیني لري چې پاکستان دا ځل د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري په بدل کې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي.

دا اووم ځل دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی دده په خبره د افغان سولې د بهیر ګړندي کېدو لپاره د افغانستان په ګډون د سیمې او اروپایي هېوادونو په سفر وتلی دی.

د دې سفر لومړنۍ لیدنې یې د یکشنبې په ورځ د جون په دوهمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یوه لوړ پوړي پلاوي سره وې.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس وایي، که څه هم د دې لیدني ډېر جزیات نه دي روښانه شوي خو وایې، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو ترڅنګ داسې موارد شته چې ښایي دواړو لورو بحث ورباندې کړی وي.

محمد عمر داودزي تېر ماښام ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داودزی
ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد عمر داودزی

"په دې وروستیو کې داسې نښې لیدل کېږي چې طالبان د امارت اسلامي نوم کاروي او غواړي چې امارت اسلامي بېرته راولي، په دې اړه به د امریکا ځانګړی استازی له پاکستانیانو وضاحت غواړي او بل دا چې د پاکستان څخه به هیله کېږي چې خپل رسوخ پر طالبانو لږ نور هم وکاروي چې له افغان دولت سره خبرو ته کېنې."

د ښاغلي داود زي په خبره، پاکستان په لومړي سر کې ادعا کوله چې له امریکا سره د طالبانو د مخامخ خبرو موقع دوی برابره کړې ده، خو دا یې هم ویلي وو چې طالبان د اسلامي امارت د جوړولو اراده نه لري.

افغانستان او امریکا دواړه پاکستان تورنوي چې تراوسه یې د افغانستان د جګړې د ختمېدو په برخه کې هغسې چې تمه یې وه، همکاري نه ده کړې.

خو د افغانستان د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئیس وایي، د پاکستان اقتصادي ستونزو ته په کتو داسې خوشبیني شته چې دغه هېواد د خپلې ستونزې د هواري لپاره د امریکا خبره واوري.

ده زیاته کړه:

"یو شی فرق لري چې د پاکستان اقتصادي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب دی او د امریکا مرستې ته ضرورت لري، نو ښایي د اقتصادي ګټې په بدل کې به له امریکا سره د سولې په برخه او هم له افغان دولت سره د طالبانو د خبرو په برخه کې څه وکړي، یو څه خوشبین یم."

له دې سره هم مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د دې وزارت د پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ د خبرو په اړه ویلي چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې سره خپلې همکارۍ ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپله ټوېټرپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې هېواد یې ټول لوري هڅوي چې له همدې موقع په استفادې دغې اوږد مهالې جګړې ته د سیاسي لارو د پای ټکی کېږدي.

د پاکستاني چارواکو په خبره، هېواد یې د سولي او ثبات لپاره خپل رول لوبولو ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد په دې دوه اوونیز سفر کې افغانستان، بلجیم، جرمني، قطر او عربي متحده اماراتو ته هم سفر وکړي .

د جون په لومړۍ نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې ښاغلی خلیلزاد به په کابل کې د حکومتي چارواکو او نورو افغانانو سره د سولې پر هڅو سلا مشورې وکړي.

پخپله خلیلزاد د شنبې په ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دې سفر په ترڅ کې به د افغانستان د سولې د هڅو د ګړندي کېدو او په دې اړه د سیمې او نړۍ د هڅو پر یوځای کېدو تمرکز وکړي.

XS
SM
MD
LG