د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۸

کندهار کې د شاه ولي کرزي د کور د ساتونکو په ډیپو کې اور لګېدلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندهار ولایت
د افغانستان په عمومي نقشه کې کندهار ولایت

په کندهار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور شاه ولي کرزي د کور د ساتونکو د پوستې په ډیپو کې اور لګېدلی دی.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سکرتر غورځنګ افریدي پېښه تأییدوی او زیاتوي چې د اور لګېدنې له امله چاودنې او ډزې هم شوې دي.

ښاغلی افریدی وايي چې دغه پېښه د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او چا ته زیان نه‌دی رسېدلی.

په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پېښې پر مهال د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کندهار امنیه قوماندان تادین خان د ښاغلي شاه ولي کرزي په کور کې مېلمانه وو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG