د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

په افغانستان کې د چاپېریال د خرابوالي او د هوا د ککړوالي عمده لاملونه څه دي؟


ارشیف، په کابل کې د ککړې هوا یو انځور
ارشیف، په کابل کې د ککړې هوا یو انځور

د غبرګولي ۱۵مه چې د جون له ۵مې سره سمون خوري، د چاپېریال ساتنې د خوندیوب د اوونۍ پیل دی.

د غبرګولي ۱۵مه د چاپېریال ساتنې د خوندیتوب اوونۍ په افغانستان کې داسې مهال پېلېږي چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره په کابل او د هېواد په یو شمېر ګڼ مېشتو ښارونو کې د ناوړه محیطي وضعيت په اړه اندېښنه څرګندوي.

د دې ادارې چارواکي په ښارونو کې د نفوذو ډېروالی، د اړوندو ادارو له لوري نه همکاري، د قوانینو نه پلي کېدل، په هېواد کې د چاپېریالۍ وضعيت د خرابېدو او د هوا د ککړتیا عمده لاملونه یادوي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي ازادي راډيو ته وویل:

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي

"د هوا د کیفیت د څار لپاره د ستګاوو د اخیستلو په خاطر طرحه ترتیب شوې ده چې له مالي بنسټونو سره یې شریکه کړو او بودجه ترلاسه کړو، دامهال زمونږ اساسې ستونزه د بودجې کمښت او د خلکو او اړوندو ادارو له خوا د قوانینو نه پلي کېدل دي، په مجموع کې د چاپېریال موضوع نوې ده او تخنیکي مسئله بله هغه ده چې مونږ ورسره مخ یوو."

د دې ادارې مسؤلان خبرداری ورکوي چې که افغان حکومت د چاپېریال ساتنې موضوع د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې شامله نه کړي، د چاپېریال وضعیت به نور هم خراب شي.

په کابل ښار کې د چاپېریال په برخه کې کمه پاملرنه او د نفوسو ډېروالی د دې لامل شوی چې دا ښار یو له ککړو پلازمېنو څخه یاد شي.

د چاپېریال ساتنې اداره په موټرو کې د بې کیفیته تېلو استعمال، د سړکونو خرابوالی، د نفوسو ډېروالی، د خښتو د بټیو موجودیت، فابریکې او په حمامونو او هوټلونو کې د سونګ د بې کیفیته موادو سوځول د هوا د ککړېدو مهم لاملونه بولي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ټولنه بیا وايي، له سرحدونو د بې کیفیته تېلو واردول او د اړندو ادارو بې غوري د چاپېریال په ککړتیا کې مهم رول لري.

د دې ټولنې ویاند حمدالله یوسفي وویل:

"د عامه پوهاوي په برخه کې کار نه دی شوی، همدارنګه له سرحدونو په غیر قانوني ډول بې کیفیته تېل واردېږي او کابل ښار کې حتی هغه زاړه او دود لروونکي موټر هم نه درول کېږي چې هوا ککړوي، دې ټولو ستونزې راپېښې کړي دي."

د یادونې ده چې مخکې د حکومت د یو اقدام له مخې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ځکه رخصتي اعلان کړې وه چې د موټرو تګ راتګ کم او د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي، خو د تېر کال په حوت میاشت کې حکومت دا رخصتي هم لغوه کړه.

د کابل ښار یو انځور
د کابل ښار یو انځور

په ورته وخت کې د چارو پوه او د چاپېریال ساتنې پخوانی مرستيال عبدالولي مدقق وايي، هغه ادارې چې د چاپېریال ساتنې مسؤلیت لري، په دې برخه کې یې خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی.

ده زیاته کړه:

"هغه دولتي ادارې چې د چاپېریال په برخه کې مستقیماً مسؤلیت لري، په ډېرې خواشینۍ سره چې هغوی دې مسئلې ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او مونږ د دې شاهدان یوو چې هرکال د چاپېریال ستونزې لا پسې ډېرېږي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په کلني ډول زرګونه کسان په ځانګړي ډول ماشومان د ککړې هوا او ناوړه چاپېریال له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په تېرو ۱۴کلونو کې په کراتو د چاپېریال د ککړتیا په اړه اندېښنې په ډاګه شوي، خو لیدل کېږي چې لا هم دا اندېښنې پرځای دي او دولتي ادارې نه دي توانېدلي چې دې ستونزې ته د حل یوه اساسي لار بیامومي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG