د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

فینګ: د چین د ثبات او اقتصادي پرمختګ نتیجه د ۱۹۸۹ کال د لاریونوالو ځپل وو


د چین دفاع وزیر جنرال وي فینګ
د چین دفاع وزیر جنرال وي فینګ

د چین دفاع وزیر د دې هېواد په پلازمېنه کې د ډموکراسۍ پر پلوي اعتراض کوونکو د دېرش کاله مخکې ځپونکو اقداماتو دفاع کوي او وايي چې د همدې اقداماتو نتیجه وه چې چین نن له ثبات او اقتصادي پرمختګ څخه ګټه اخلي.

د چین دفاع وزیر جنرال وي فینګ د یکشنبې په ورځ وویل، د پلازمېنې پېکنګ په تیانان مین چوک کې د معترضو محصلانو ځپل یوه سمه پالېسي وه.

په داسې حال کې چې د دې پېښې ۳۰ مې کلیزې ته دوه ورځې پاتې دي، جنرال فینګ په سنګاپور کې یوې سیمه ییزې امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال پوښتنه وکړه چې ولې خلک وايي چې د چین حکومت دا ستونزه په سم ډول هواره نشوای کړای.

هغه وویل، تېرو درېیو لسیزو ثابته کړه چې په دې برخه کې د هغه مهال د حکومت له اقداماتو وروسته ستر بدلونونه راغلل او چین اوس مهال له اقتصادي پرمختګ او ثبات څخه ګټه اخلي.

د فېنګ په وینا، دا یوه سیاسي بلوا وه او مرکزي حکومت د بلوا د مخنیوي لپاره اقدام کړی و چې دا کار د ده په وینا، پرځای پالېسي وه.

د ۱۹۸۹ کال د جون په څلورمه نېټه په تیانان مین چوک کې د ډموکراسۍ پلوي اعتراض کوونکو محصلینو او کارګرانو پراخې مظاهرې وکړې او په دې هېواد کې یې د ډموکراتیکو بدلونونو او د فساد د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه، خو له اوو اوونیو مظاهرو وروسته دولتي ځواکونه او ټانکونه د مظاهره چیانو پرضد واټونو ته راووتل او ټول هغه خلک یې په نښه کړل چې مظاهرو او یا د مظاهره چیانو نندارې ته راوتلي وو.

د چین د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د تاوتریخوالي یو انځور
د چین د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د تاوتریخوالي یو انځور

که څه هم په دې پېښه کې د وژل شویو خلکو کره شمېر تراوسه هم نه دی معلوم، خو اټکل کېږي چې سلګونه، حتی ښایي له زرو زیات کسان وژل شوي وي.

له درېیو لسیزو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو چینایي چارواکی په دې اړه ښکاره خبرې کوي.

په چین کې د تیانان مین د پېښې غندل، خو پرېږده حتی په دې اړه بحث کول لا ممنوع دي او چارواکي هرکال د دې مناسبت د کلیزې په درشل کې فعالانو، ژورنالېستانو او د بشري حقونو مدافعانو ته خبرداری ورکوي چې له څه ویلو ډډه وکړي.

البته خلک کولای شي چې په خپلو کورونو کې او ملګري په خپلو کې خبرې پرې وکړي، خو د رسمي یاد غونډو جوړول ممنوع دي.

د دې مهم مناسبت د کلیزې په درشل کې هغو ډلو چې د حکومت له خوا ګمارل شوي، پر ټولنیزو شبکو د هغو خپرو شویو لیکنو، مقالو، تصویرونو، هشټګونو او د نورو موادو لېرې کول لادمخه پیل کړي دي چې د تیانان مین د پېښې یادونه پکې کېږي.

XS
SM
MD
LG