د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د غزني ځينې ښځې په دولتي ادارو کې په دندو له ګمارنې خوشحاله دي


د غزني ولایت کې په دنده ګمارل شوې یوه مېرمنه
د غزني ولایت کې په دنده ګمارل شوې یوه مېرمنه

د غزني ځینې ښځینه اوسېدونکې وايي، خوشحاله دي چې په دا وروستیو کې په دولتي ادارو، نړیوالو موسسو او ځینو نورو ځایونو کې د سړو ترڅنګ پر دندو د ښځو په ګومارنه کې زیاتوالی راغلی دی.

دوی وايي، له دې سره په دغه ولایت کې د ښځو په اقتصادي، روغتیايي، ټولنیز او هر اړخیز وضعیت کې ښه والی راتلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې له تېرو دوو مياشتو راهيسي ۱۰۰۰ تنه ښځينه کارکوونکې په دولتي او غير دولتي ادارو کې استخدام شوې دي.

نبيله چې په غزني کې یې د معارف په برخه کې نوې دنده پیل کړې، ازادي راډیو ته وویل:

"په دغو تېرو دوو میاشتو کې چې په غزني کې زر مېرمنې په دولتی او غیر دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي، دا ډېر د خوشبختۍ او خوشحالۍ ځای دی، تر دې وړاندې به زموږ ډېری خویندې له پوهنتونونو فارغېدې، خو بیا به بې دندې ګرځېدې، خو دغه دوه میاشتې کېږي چې په لوړ شمېر مېرمنې په دندو ګمارل شوې دي چې دا زموږ لپاره ډېر د ډاډ وړ کار دی."

ناجیه چې د کرنې په برخه کې یې کار پیل کړی، ازادي راډیو ته وایي:

"زر مېرمنې چې نوې پر دندو ګمارل شوې، دا د ښځو لپاره د دغه وخت تر ټولو ښه او په زړه پورې خبره ده، له دې سره به په دولتي ادارو او د ښځو په اقتصادي، روغتیايي، ټولنیز او هر اړخیز وضعیت کې ښه والی راشي."

د غزني چارواکي وايي، سیمه ییزه اداره په دولتي ادارو کې د جندر د اصل تطبيق او د ښځو ګډون ته ژمنه ده.

دوی وايي، عملي هڅه دا ده، څو له قانون سره سم په دولتي او غير دولتي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو ونډه او حضور زيات، د چارو په سمون او غوره پر مختګ کې د ښځو له تخصص، تجربو، وړتياوو او ابتکاراتو څخه لازمه استفاده وشي.

د غزني والي وايي، په ادارو کې د ښځو دغه پراخ حضور په غزني کې ښځو ته د يو ښه او مصؤن کاري چاپېريال د شتون، د استخدام په پروسه کې د شفافيت، د جندر اصل ته د ځايي ادارې د ژمنتيا او غوره عملي ملاتړ څرګندونه کوي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي د شنبې په ورځ په دې اړه په یوه خبري غونډه کې وویل:

د غزني والي وحیدالله کلیمزی
د غزني والي وحیدالله کلیمزی

"له مراجعينو سره د ښځينه کارکوونکو عاطفي چلند، په اداري فساد کې يې نه ښکېلتيا، دندې، ولس او هېواد ته يې ژمنتيا کولاى شي چې د ادارو چارې چټکې، ولس ته د خدماتو کچه لوړه او پر دولت د ولس اعتماد زیات او شته فاصلې راکمې کړي."

دوی وايي، په تېرو دوو مياشتو کې په دې ولايت کې په دولتي او غير دولتي ادارو کې شااوخوا زر تنه ښځينه کارکوونکې رسمي او قرار دادي بستونو ته جذب شوې چې له ډلې یې ۱۰۳ تنه ښځې د ښوونکو، د ښوونځيو امريتونو او مديريتونو، د دارالمعلمين رياست او ۱۱ تنه د بېلابېلو ادارو څلورمو او پنځمو بستونو ته۷۰۰ تنه د ښوونکو حق الزحمه او ۲۰۰ تنه د روغتيا، کرنې او په نورو برخو کې د اړوندو دولتي ادارو او همکارو موسسو له خوا قراردادي بستونو ته استخدام شوې دي.

راپور: حبیب الرحمن تاثیر

XS
SM
MD
LG