د طالبانو ډلې د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي چې جنګ ته به دوام ورکړي.
د طالبانو د ډلې مشر ملاهبت الله اخندزاده د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې دغه ډله به خپلو اهدافو ته تر رسېدو پورې جګړې ته دوام ورکړي.
ده تلویحاً ویلي چې احتمال نه لیدل کېږي چې دوی دومره ژر اوربند وکړي.
له دې سره سره د افغانستان د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو غواړي چې که تل پاتې اوربند نه مني، نو لږترلږه دې د کمکي اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړي.
د سولې د عالي شورا مرستیال عزیزالله حاجي دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که طالبان اوربند اعلان کړي، حکومت چمتو دی چې اوربند وکړي.
ده وویل:
"د اختر ورځې بختورې ورځې دي، غوښتنه مو دا ده چې د اختر په ورځو کې له وینې توېدنې لاس واخلي، اوربند وکړي، څو د افغانانو ژوند وژغورل شي."
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې په ټول افغانستان کې د روژې د میاشتې په خاطر د اوربند وړاندیز کړی و.
خو وسله والو طالبانو دغه وړاندیز ونه مانه.
تېرکال د کمکي اختر په ورځو کې وسله والو طالبانو د افغانستان د حکومت د اوربند وړاندیز منلي و او دواړو لورو درې ورځنی اوربند وکړ چې د افغانستان د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
د طالبانو په دغه پیغام کې راغلي چې د امریکا لپاره د سولې د مذاکراتو ور خلاص دی.
دغه پیغام په داسې حال کې خپرېږي چې په قطر کې د امریکا د استازي او طالبانو ترمنځ د خبرو شپږم دورپای ته ورسېد.
د طالبانو دغه پیغام د مسکو د دوهمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته خپرېږي.
د مسکو په دوهمه ناسته کې د طالبانو د ډلې د مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د دوی ۱۴غړو او د افغانستان یو شمېر سیاستوالو ګډون کړی و.
د دغې ناستې په اړه د طالبانو د مشر په پيغام کې اشاره شوې چې:
"له امریکایانو سره د مذاکراتو ترڅنګ، د بین الافغاني تفاهم په برخه کې هم پرمختګ شوی دی."
د افغانستان حکومت تراوسه په دې اړه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی.
په ورته وخت کې د سولې د ولسي حرکت غړي هم د جګړې له ښکېلو اړخونوغواړي چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.
د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي:
"که اوربند یوه ورځ، درې ورځې او یا هم یو ساعت وشي، ډېر کسان ژغورل کېدای شي، ښه دا ده چې د جګړې ښکېلې خواوې ژر تر ژره اوربند اعلان کړي، څو وژنې پای ته ورسېږي."
د دغه حرکت غړي د سولې او د اوربند په هدف اوسمهال له لښکرګاه د موسی کلا تر ولسوالۍ پورې پلی مزل کوي.
پخوا تر دې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دیني عالمانو او عامو خلکو د غونډو په جوړولو سره له دواړو لورو غوښتي چې اوربند وکړي.
راپور: خان محمد سیند