د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

عبدالله: په چاودنو کې د قربانیانو په اړه د څېړنو نتایج د قناعت وړ نه دي


اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، په ځان وژونکو او چاودېدونکو پېښو کې د قربانیانو په اړه د څېړنو نتایج د قناعت وړ نه دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په ځان وژونکواو د چاودنو په پېښو کې به دعدالت تامینول او د اړوندو قضیو جدي ارزونې لامل شي چې دا شان پېښې کمې کړي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دا خبرې د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ لمریز کال د جوزا په میاشت کې د محمد سالم ایزدیار او د عدالت غوښتنې د وژل شویو کسانو د دوهم تلین په غونډه کې وکړې او ويې ویل، له تېرو اتلسو کلونو راهیسې خلکو ته د داشان قضیو د ارزونو په اړه قناعت بخښونکي نتایج نه دي وړاندې شوي.

ده وویل:

"د حکومت د یوه مسؤل په توګه کومې ارزونې چې په دې اړه شوي، موږ قانع نه یوو او پوهېږو چې د افغانستان خلک هم قانع نه دي، دغه پېښه او نورې پېښې چې په دومره کلونو کې شوي او استاد او ډېر اتلان ېې په خاورو او وینو ککړ کړل، کوم کارونه چې په دې برخه کې کېدونکي وو، هغه هم ونه شول او د قناعت وړ نه دي."

ښاغلي عبدالله وویل، سره له دې چې پر عدلي او قضايي ارګانونو کار شوی او اصلاحات رامنځته شوي، خو دغه سېستم تراوسه نه دی توانېدلی چې د دغو قضیو د څېړلو په هکله د خلکو باور ترلاسه کړي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د کابل ښار د ۱۳۹۶ لمریز کال لاریون په تاوتریخوالي واوښت چې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار زوی محمد سالم ایزدیار په کې له څلورو نورو لاریون کوونکو سره ووژل شول.

له دې اخوا د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئيس برهان الدین رباني، محمد داود داود، عبدالجبار قهرمان، عبدالرازق او یو شمېر نورو مطرحو کسانو د وژل کېدو د قضیو پر ارزونو هم انتقادونه مطرح شوي دي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار چې په دغه غونډه کې حاضر و، د قربانیانو کورنیو ته یې ډاډ ورکړ چې دغه قضیه به د مشرانو جرګې له خوا جدي ونیول شي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

​ده وویل:

"د قضیو د تعقیب په تړاو باید ووایم چې پخوا په څارنوالۍ کې وې او اوس په محکمه کې دي، د مشرانو جرګې له ادرسه له ټولو کورنیو سره ژمنه کوم چې په ګډه به يې تعقیبوو او عدالت چې ستاسي غوښتنه ده، ور رسېږي به."

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي په دغو مراسمو کې وویل، څوک چې د داشان قضیو په ارزونو کې کمزوری عمل کوي، په جرم کې شریک ګڼل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG