د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د بشر حقونو د څار اداره: د سوریې په ادلب کې په وروستۍ میاشت کې ۹۴۸ تنه وژل شوي


د سوریې یو جګړه ییز انځور May 26, 2019.
د سوریې یو جګړه ییز انځور May 26, 2019.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې ویلي چې د سوریې په ادلب ښار کې په یوه وروستۍ میاشت کې ۹۴۸ تنه په جګړه کې وژل شوي دي.

دې ادارې ویلي چې د جګړې د شدت له امله د قربانیانو یو په درېیمه برخه ملکي وګړي دي.

د بشري حقونو دې څارونکې ادارې په خپل رپوټ کې چې پرون د مې په یودېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې په ادلب کې د ۶۷ کوچنیانو په ګډون ۲۸۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا اداره وايي چې دا وګړي اکثر د روسیې د پوځیانو او د بشارالاسد د پوځ په حملو کې وژل شوي دي.

د سوریې د ادلب ولایت زیاتې سیمې د القاعده شبکې د پخوانۍ متحدې ډلې تحریرالشام په لاس کې دي.

تېرکال په سپټمبر کې موافقه شوې وه چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره به پر ادلب ستر پوځي عملیات نه کېږي.

خو په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره وايي چې روسیې او د بشارالاسد ځواکونو دا موافقه تر پښو لاندې کړې.

دې ادارې ویلي چې دواړو د روان کال د اپرېل د میاشتې له پیل راهیسې یې په ادلب کې خونړۍ هوايي او راکټي حملې کړې دي.

په ادلب کې د وضعیت په اړه پرون د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف وویل چې هلته اوربند ته اړتیا ده.

پېسکوف وویل چې وسله وال ترورېستان باید په ادلب کې پر ملکي تاسیساتو حملې بندې کړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل هم پرون په برلین کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره به د سوريې پر حالاتو وغږېږي.

د جرمني صدراعظمه انګيلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګيلا مېرکل

امریکا او ترکیه په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم د یو شمېر مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

خو ایران او روسیه کلک د بشارالاسد د رژیم تر شا ولاړ دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې په وینا، تېره میاشت په سوریه کې د جګړې د شدت له امله ۲۷۰ زره کسان بې کوره شوي دي.

دې ادارې ویلي چې یو شمېر کارکوونکي یې مجبور شوي چې د سوریې په ځینو سیمو کې خپل فعالیت بند کړي.

XS
SM
MD
LG