د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د سعودي پاچا: نړیوالې ټولنه دې د ایران پر ضد خپل ټول امکانات وکاروي


ملک سلمان د سعودي پاچا
ملک سلمان د سعودي پاچا

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان نن جمعه په مکې مکرمه کې د عربي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزې ته وینا پرمهال پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له ټولو امکاناتو کار واخلي، څو د کوټلو اقداماتو په وسیله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنو مخنیوی وکړي.

په هغو اعلامیو کې چې پرون د خلیج د همکارۍ د شورا او نن د عرب لیګ د سرمشریزې په پای کې خپرې شوې د سعودي د تېلو پر تأسیساتو او د متحده عربي اماراتو سواحلو ته نژدې پر ټانکر کشتیو حملو ته د اشارې په ترڅ کې یادونه شوې چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د خپلو ګټو د ساتنې حق لري.

سعودي او واشنګټن دواړو ویلي چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله دا حملې د ایران په هدایت شوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون د پنجشنبې په ورځ وویل چې پر ټېلو وړونکو کشتیو په حملو کې د ایران د لاس لرلو په اړه شواهد به راتلونکي اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي، خو تهران دا تورونه رد کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون

سعودي عربستان د دې سرمشریزو د جوړولو له لارې غوښتل د ایران پر وړاندې په اسلامي نړۍ کې متحد دریځ رامنځته کړي، خو د تېرو دوو ورځو په سرمشریزو کې د دې هڅې پر وړاندې د ښکاره مخالفت نښې نښانې ولیدل شوې.

په داسې حال کې چې د سعودي عربستان او مراکش اړیکې ساړه شوي دي، د مراکش پاچا په‌دې سرمشریزو کې ګډون ونه وکړ، د قطر امیر خپله ورنغی او صدراعظم یې ور ولېږه ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې ترینګلي شوي او عراق چې هم د شیعه ایران او هم د سُني نړۍ خیال ساتي د سرمشریزې وروستۍ اعلامیه لاسلیک نه‌کړه او رد یې کړه.

ایران وروسته له دې د سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ د شورا او عرب لیګ د سرمشریزو کوربه‌توب وکړ، پر سعودي تور ولګاوه چې د ایران پرضد د اسرائیلو د خوشاله ساتلو لپاره په سیمه کې نفاق ته لمن وهي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي وویل، سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو ترمنځ او په سیمه کې د نفاق پارولو ته دوام ورکوي چې همدا د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم هیله ده.

موسوي وویل، موږ وینو چې ریاض د امریکا او صهیونیسي رژیم د هڅو په دوام ګاونډيان او عربي هېوادونو د ایران پرضد پاروي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، هېواد یې پر دې خواشیني دی چې سعودي د شنبې په ورځ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د کوربه په توګه له خپل روله د ناوړه کار اخېستو له لارې د تهران پرضد بې بنسټه تورونه ولګول.

د سعودي پاچا په مکه مکرمه کې یو د خلیج د همکارۍ د شورا، بله د عرب لیک او درېیمه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د شورا سرمشریزې رابللي او دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو اونیو کې د تهران اړیکې نه یوازې له ریاض بلکې د سعودي له متحد واشنګټن سره هم سخت ترینګلي شوي دي.

XS
SM
MD
LG