د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

افغان کرکټر حمید حسن وپېژنئ


افغان کرکټر حمید حسن
افغان کرکټر حمید حسن

حمید حسن د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لومړنیو تکړه لوبغاړو څخه دی.

حمید حسن د ۱۹۸۷ میلادي کال د جون په لومړۍ نېټه په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی.

مخکې تر دې چې حمید حسن ژوبل شي او د ډېرې مودې لپاره له کرکټ څخه لېرې پاتې شي، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم یو ستوری ګڼل کېده.

حمید حسن ښی لاسی تېز باولر دی او تراوسه پورې یې په ۳۳ یو ورځنیو مسابقو کې ۵۸ ویکټونه او په ۲۲ شل اووره نړیوالو سیالیو کې ۳۲ ویکټونه اخېستي دي.

حمید حسن بیټنګ هم کوي او په شل اووره سیالیو کې یې د منډو اوسط څه باندې ۷ خو په شل اووره کې تر شپاړس نیمو یو څه زیات دی.

XS
SM
MD
LG