د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د دې ولایت د چهارچینو ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو کمپ وسلهوالو طالبانو په بمونو الوځولی او ۱۹ افغان سرتیري یې وژلي دي.
د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو ازادي راډيو وویل چې وسلهوالو طالبانو دغه برید تېره شپه پر یادې ولسوالۍ کړی چې یاده ولسوالۍ هم د
څو ساعتو لپاره د وسلهوالو طالبانو لاسونو ته لوېدلې وه.
د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا دا نهمني چې ولسوالۍ دې سقوط کړې وي، خو وايي چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو پر یادې ولسوالۍ د یوې هاموې ټانګ په مرسته موټر بم برید کړی.
قوماندان وايي، په یاد برید کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات يې په اړه نهلري.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: