د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د "صفر یو" قطعې سرتېري: د سیلو په ډوډیو او بې‌کیفیته میوو روژه ماتوو


آرشیف/ عکس تزئینی بڼه لري/ Source: AP
آرشیف/ عکس تزئینی بڼه لري/ Source: AP

د کورنیو چارو وزارت د "صفر یو" د قطعې سرتېري د بې کیفیته خوراکي موادو او له میوې شکایت کوي.

دوی وايي، په ټوله ژوره کې یې د سیلو په ډوډۍ او بې کیفیته میوې روژه ماتی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د صفر یو قطعې سرتېری غلام رسول وايي، له سهاره تر ماښامه، د سوځوونکي لمر لاندې د امنیت لپاره بوخت دی.

غلام رسول چې درنده اوسپنیزه خولۍ یې پر سر، پرتله یې ځان پورې تړلې، د کابل ښار د عبدالحق په څلور لارې کې موټر تالاشي کوي، خو کوم خواړه چې ورته د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د روژه ماتي پر مهال ورکول کېږي، خوښ نه‌دی:

دی وايي: "ډوډۍ مو ښه نه‌ده، غوښه مو بې کیفیته ده، د سیلو په ډوډۍ روژه ماتی کوو، مجبور یو چې شوروا یې کړو او وېې خورو."

دې یوازې د بې کیفیته خوراکي موادو نه شکایت نه کوي بلکې وايي، میاشتنۍ تنخوا يې هم پر وخت نه ورکول کېږي.

دا لومړی ځل نه‌دی پولیس له بې کیفته خوراکي موادو شکایت کوي، پخوا يې هم ورته شکایتونه کړي دي.

دوی دا هم ویلي چې د مخالفینو پر وړاندې مناسبه وسله او مهمات هم نه‌لري.

جاوېد بل پولیس دی چې وايي، خواړه او میوه مو بې کیفته ده:"د کیلې پر ځای چې په روژه ماته کې هندواڼه راکوي، خوسا وي. په پوستو کې د دوی حق څوک خوري. پولیس مجبوریږي چې له خپله جېبه ډوډۍ واخلي."

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په‌دغه وزارت کې د ۶۰۰ میلیونو افغانیو د اختلاس خبر ورکړ او ویې ویل، په‌دغه اختلاس کې د دغه وزارت ځیني چارواکي او د یو قراردادي شرکت خاوند حاجي رسا لاس لري.

دغه کسان د اختلاس او د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د غوښې په سندونو د درغلیو له امله نیول شوي دي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په‌دغه وزارت کې د غیر مسلکي کسانو ګمارل او د تړونونو د موادو نه پلي کېدل، د دغو کارونو لاملونه ګڼي.

د ده بنسټ د عدالت غوښتنې او عامه اړیکو مسؤل محمد ناصر تیموري وايي:"وروستۍ ستونزه د کورنیو چارو په وزارت کې د غوښې موضوع وه، لامل یې د تړونونو نه پلي کېدل دي، یعنې نیم تړون پلی او نیم یې له فساده ډک، وزارت ته راپور ورکول کېږي."

له بلې‌خوا له اداري فساد سره د مبارزې د څار د خپلواک کمېسیون رئیس باري سلام، په‌دې برخه کې بلې ستونزې ته اشاره کوي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څار د خپلواک کمېسیون رئیس باري سلام
له اداري فساد سره د مبارزې د څار د خپلواک کمېسیون رئیس باري سلام

دی وايي: "زموږ موندنې دا دي چې د تړونونو ټول مراحل، د داوطلبۍ نه نیولې، د تړون د ورکړې او اجرا پورې، په ټول سیسټم کې فساد وي."

دغه بنسټ د کورنیو چارو په وزارت د اختلاس کوونکو د نیولو هرکلی کوي وايي، د کورنیو چارو په وزارت کې د فساد پر وړاندې مبارزه ډېرې هڅې غواړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه په‌دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر ولرو، خو بریالۍ نه شوه، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي مخکې له دې ویلي چې پهدغه وزارت له فاسدو کسانو سره جدي مبارزه وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG