د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوهم مشر محسن داوړ هم ونیول شو


په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوهم مشر، محسن داوړ هم ونیول شو.
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوهم مشر، محسن داوړ هم ونیول شو.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوهم مشر، محسن داوړ هم ونیول شو.

محسن داوړ د پاکستان د ملي اسامبلې غړی دی.

د خېبر پښتونخوا ایالات د پوځ حکومتي ویاند، شوکت یوسفزي ویلي چې محسن داوړ د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته د حملې د ادعاوو په ارتباط نیول شوی دی.

شوکت یوسفزي ویلي چې محسن داوړ پرون د مې په دېرشمه په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

خو محسن دوړ پرون د مې په ۳۰مه ازادي راډیو ته وویل چې خپله یې ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.

محسن داوړ ویلي: "ګرفتار شوی نه‌یم، ما خپله ګرفتاري ورکړه، قانوني تقاضا وه، ما ورته وویل چې زه له احتسابه نه ورېږم، خو دوی له احستابه وېرېږي، تحقیق به وشي او معلومه به شي چې چا څه کړي دي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې چې د پاکستان پوځیانو د تېرې یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې پر سوله‌یېزو لاریون کوونکو ډزې کړې او دیارلس تنه ملکي وګړي یې وژلي دي.

خو د پاکستان پوځ ویلي چې درې مظاهره چیان وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ پر محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بل غړی، علي وزیر لګولی چې په هغه ورځ یې پر یوه پوځي پوسته په حمله کې لاس درلود.

د پاکستان پولیسو علي وزیر د تېرې یکشنبې په ورځ نیولی دی. علي وزیر هم د پاکستان د ملي اسامبلۍ غړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین پرون د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سنا له یو شمېر غړو سره کتلي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین

هغه غوښتنه کړې چې علي وزیر ژر تر ژره خوشې شي، په خړ کمر کې د پېښې په اړه پلټنې وشي، په شمالي وزیرستان کې ګرځ بندیز باید پای ته ورسېږي او د پاکستان مرکزي حکومت په قبایلو کې واک له پوځه واخلي او ملکي ادارو ته یې وسپاري.

د پاکستان په سنا کې د عوامي نشنل ګوند استازې، ستاره ایاز تېره شپه له منظور پشتین سره د کتنې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې دوی د منظور پشتین غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي دي.

ستاره ایاز وايي: "حکومت سره اوس خبرې کوو. لګیا یوو. زموږ کوښښ دا دی چې د بې اعتمادۍ فضا ختمه شي او دا مسئله د سیاسي لارې او په امن کې حل شي."

د بشري حقونو د ملاتړ نړیوالې ادارې، هیومن رایټس واچ د مې په دېرشمه، پر پاکستان غږ وکړ چې د سوله‌ییزو اعتراض کوونکو د قتل په اړه خپلواکې پلټنې وکړي.

په نیویارک کې د دې ادارې د اسیا د برخې مشر، براد ادمز په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستان حکومت باید په شمالي وزیرستان کې د بشري حقونو د اعادې او د پښتنو د بنیادي حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG