د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د مسکو غونډه: خبرو کې پرمختګ شوی خو د اوربند پر موافقې نه یو توانېدلي


د مسکو غونډه. May 30, 2019
د مسکو غونډه. May 30, 2019

په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د بین‌الافغاني خبرو ګډون‌وال وايي چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو نه‌دي توانېدلي چې پر اوربند موافقه وکړي.

په مسکو کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د افغانستان پر ۱۸ کلنه جګړه خبرې وشوې.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون د مې په دېرشمه خپره شوه، د خبرو ټولو ګډون‌والو ویلي چې د اوربند پر امکان، د اسلامي نظام پر پیاوړي کولو او د ښځو پر حقونو مثبتې او رغونکې خبرې شوي دي.

په اعلامیه کې لیکل شوي، دواړو خواوو فوق العاده پرمختګ کړی خو ځینې مسئلې نور بحث ته اړتیا لري.

د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي ویاند، سهیل شاهین ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د لانجې د سیاسي حل په اړه په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د بلخ پخوانی والي، عطا محمد
د بلخ پخوانی والي، عطا محمد

خو د بلخ پخواني والي، عطا محمد نور پرون، د مې په دېرشمه، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي: "زموږ توقع زیاته وه، موږ تقریباً نهه ساعته مذاکرې وکړې. زموږ اساسي پیغام د اوربند اعلان و، داسې اوربند چې د سولې پېل شي."

عطا محمد نور له یوه لوړ رتبه پلاوي سره چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او یو شمېر نور سیاستوال په‌کې و، په مسکو کې د طالبانو له ۱۴ کسیز پلاوي سره په بین‌الافغاني خبرو برخه درلوده.

د طالبانو د پلاوي مشري ملا عبدالغني برادر کوله.

هغوي په ابتدا کې په هغه غونډه کې چې د افغانستان او روسیې د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره جوړه شوې وه، پر یوه مېز کېناستل.

په لومړۍ ورځ په مسکو کې د افغانستان سفیر او د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر هم په غونډه کې وو.

خو تر هغه وروسته په بین‌الافغاني خبرو کې یې برخه نه درلوده.

شاهین په‌دې اړه چې بله غونډه به څه وخت او چېرته وي معلومات نه‌دي ورکړي.

د خبري اژانسونو په حواله، وسله‌والو طالبانو استازو د روسیې حکومت ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به چا ته پرې نږدي چې د روسیې پر ضد کار ورڅخه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د غونډې په لومړۍ ورځ وویل چې دوی له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي.

په مسکو کې غونډه د مې په اته ویشتمه پېل شوه او په دېرشمه پاي ته ورسېده.

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف هم اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې د طالبانو له استازو سره یې کتلي دي.

کابلوف ویلي چې له هغوی سره پر داسې لارو چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې د پروسې له پېل سره مرسته کولای شي، غږېدلی دی.

خو د خپلو خبرو نور جزئیات یې نه‌دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG