د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې چاودنه په ۹حوزه شوې چې د نوعیت او تلفاتو په اړه یې معلومات نه لري.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند د یکهتوت په سیمه کې موټر بم چاودنه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه سهار اته نیمې بجې هغه مهال وشوه چې له سیمې د بهرنیو ځواکونو کاروان تېرېده.
ښاغلي رحیمي وايي چې پېښه مرګ وژبله هم لري، خو په اړه یې زیات جزئیات ورنهکړل: "له بدهمرغه تلفات لري، دا چې څومره دي وروسته به یې له تاسې سره شریک کړو، له سیمې د بهرنیو ځواکونو یو کاروان تېرېده."
تراوسه هم کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په یوه انتحاري حمله کې چې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډمۍ مخته وشوه، ۶ کسان وژل شوي و او ۶ نور ژوبل و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په نننۍ موټر بم چاودنه کې څلور کسه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د نهمې امنیتي حوزې اړوند د یکهتوت په سیمه کې هغه مهال وشوه چې د بهرنیو ځواکونو کاروان له سیمې نه تېرېده.
وسلهوالو طالبانو د دغې پښې مسؤلیت منلی.
بلخوا په کابل کې مېشت د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي مسؤل رسنیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې څلور امریکايي سرتیري برسیرن ټپیان دي.
دا پهداسې حال کې ده چې تېره ورځ په یوه انتحاري حمله کې چې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډمۍ مخته وشوه، ۶ کسان وژل شوي و او ۶ نور ژوبل و.
په کابل کې یوه موټر بم برید څلور کسان وژلي او اووه تنه نور ټپيان کړي دي.
امریکايي ځواکونو تأیید کړې چې په ټپیانو کې د دوی څلور سرتیري هم شامل دي.
په کابل کې د امریکايي ځواکونو د مطبوعاتو مسؤل باب پرتیمن ویلي، دا عسکر په هغه موټر بم برید کې برسېرن ټپیان شوي چې په کابل کې یې نن د دوی د موټرو یو کاروان هدف وګرځاوه.
د دغه برید مسؤلیت وسلهالو طالبانو منلی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په یکهتوت سیمه کې موټر برید څلور افغان ملکیان وژلي او دری نور ملکیان یې ټپيان کړي دي.
په کابل کې پرون هم یو موټر بم برید د مارشال فهیم پوځي اکاډمۍ مخ ته شوی و چې مسوولیت یې داعش یا اسلامي دولت ډلې منلی.