د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

افغان کرکټ ستوری محمد نبي وپېژنئ؟


افغان کرکټ ستوری محمد نبي
افغان کرکټ ستوری محمد نبي

محمد نبي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو بل ستوری دی.

محمد نبي د ۱۹۸۵ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په لوګر ولایت کې زېږېدلی.

محمدنبي په ۲۰۱۴ میلادي کال په اسیا کې کپ سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې کیپتاني کړې.

محمدنبي یو له څو لوبغاړو څخه دی چې ال راونډر دی یعنې د ښه بېټنګ ترڅنګ ښه باولینګ هم کوي.

نبي هم د راشدخان په شان د هند په غوره لیګ، د استرالیا په بېګ بش او د ویسټ انډیز په کربین لیګ کې لوبېدلی دی.

ده تراوسه پورې په ۱۱۲ یو ورځنیو او ۶۸ شل اووره سیالیو کې بیټنګ کړی او په ۱۱۲ یو ورځنیو او ۶۸ شل اووره سیالیو کې باولینګ کړی دی.

محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې ۱۱۸ او په ۲۰ اوره سیالیو کې ۶۹ لوبغاړي سوځولي دي.

د ده د شل اوره سیالیو د منډو اوسط ۲۱ اعشاریه ۹۰ او د یو ورځنیو سیالیو د منډو اوسط ۲۹ اعشاریه ۱۲ دی.

XS
SM
MD
LG