د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

اصغر افغان څوک او د ده په کيپتانی کې د افغانستان کرکټ په کوم حال و؟


اصغر افغان
اصغر افغان

اصغر افغان چې پخوا یې ځان اصغر ستانکزی باله، تر وروستیو څو میاشتو پورې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان و.

اصغر افغان چې د ۱۹۸۷ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۲مه په کابل کې زېږېدلی، ښی لاسی توپ وهونکی دی.

ده تراوسه پورې په ۱۰۲ نړیوالو یو ورځنیو او ۵۹ نړیوالو شل اووره مسابقو کې برخه اخېستې ده.

اصغر په یو ورځنیو مسابقو کې ۲۰۷۸ منډې او په ۲۰ اووره سیالیو کې ۱۰۵۶ منډې کړي دي.

د اصغر افغان د شل اووره سیالیو د منډو اوسط ۲۱ اعشاریه ۵۵ او د یو ورځنیو سیالیو د منډو اوسط ۲۳ اعشاریه ۸۸ منډې دي.

XS
SM
MD
LG