د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

راشد خان څوک او په نړۍ کې ولې د کرکټ ستوری ګڼل کېږي؟


افغان کرکټر راشد خان
افغان کرکټر راشد خان

راشد خان نه یوازې د افغانستان د کرکټ تر ټولو مطرح لوبغاړی دی بلکې په نړۍ کې هم د کرکټ ستوری ګڼل کېږي.

راشد خان د ۱۹۹۸ میلادي کال د سېپټمبر په ۲۰مه په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی.

په ۲۰۱۵ میلادي کال د لومړي ځل لپاره د افغانستان له ملي لوبډلې سره یوځای شو.

ده تر اوسه پورې په ۲ ټیسټ، ۵۹ یو ورځنۍ، ۳۸ شل اووره نړیوالو مسابقو کې ګډون کړی دی.

راشد خان په یو ورځنیو مسابقو کې ۷۹۸، په شل اووره کې ۱۲۳ منډې کړي خو د راشد خان قوت په باولینګ کې دی.

ده تراوسه په ۲۰ اووره سیالیو کې ۷۵، په یو ورځنیو کې ۱۲۵ او په ټېست کې ۹ لوبغاړي سوځولي دي.

په ۲۰۱۸ میلادي کې راشد خان په نړۍ کې له دې نظره چې تر ټولو په لنډ وخت کې یې ۵۰ ویکټونه اخیستي، په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

راشد خان د نړۍ په مهمو لیګونو لکه د هند په ای پي ایل، د اسټرالیا په بېګ بش او د ویسټ انډیز په کربین لیګ کې لوبېدلی دی.

د سږکال په اپریل کې د افغانستان کرکټ بورډ راشد خان د افغانستان د شل اووره ټیم کېپتان وټاکه.

XS
SM
MD
LG