د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

د ماشومانو نړېواله ورځ، افغان ماشومان لاهم د ښه ژوند په ارمان دي


افغان ماشومان
افغان ماشومان

د جون میلادي میاشتې دوهمه نېټه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

په افغانستان دغه ورځ په یو شمېرسیمو کې په‌داسې حال کې لمانځل کېږي چې لاهم ګڼ ماشومان په‌کې ښه ژوند نه‌لري.

ندا او سبحان د کابل ښار په یوه وړکتون کې تر روزنې لاندې دي، دوی ته د کورنۍ له لوري ښې اسانتیاوې برابرې دي او د ماشومتوب ښه ورځې تېروي.

دوی وايي: "په ټولګي کې درس وایم، ترانې زده‌کوم او بهر بیا ورزش کوم، زه خوشحاله یم چې درس وایم.

-زه خوښ یم چې په‌دې وړکتون کې درس وایم، زه غواړم چې راتلونکي کې انجنیر شم."

د همدې ښار په بله څنډه کې بیا یو بل افغان ماشوم ۱۳ کلن محمد سمیع چې ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ یې پښې معلولې کړي، د ۳۰ سلنه هغو افغان ماشومانو یوه بېلګه ده چې سخت کارونه کوي.

دی په ښار کې موټرو ته سپرلۍ ډکوي.

محمد سمیع چې د خپلې کورنۍ یوازېنی سرپرست دی وایي، په ورځ کې له سلو تر ۲۰۰ افغانۍ پیدا کوي او د خپلې کورنۍ ورځنی عاید پوره کوي.

دی زیاتوي: "کور چې کله ځم، پښې مې سخت درد کوي، ستړی ستومانه اوسم، بیا ښوونځي او مدرسې ته ځم او همداشان سهار وختي دلته کارته راځم."

دی له حکومت او د ماشومانو د ملاتړ اړونده ادارو غوښتنه کوي چې د ژوند د کړاونو په راکمولو کې ورسره مرسته وکړي.

محمد سمېع یوازېنی افغان ماشوم نه‌دی چې د افغانستان روان وضعیت ترې د ماشومتوب دوران اخېستی، بلکې د ده په شان ګڼ شمېر نور ماشومان هم له دغه شان ناخوالو سره مخ دي.

خو په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې یا «save the children» په خبره، د تېرو کلونو په پرتله د افغان ماشومانو په ژوند کې د پام وړ پرمختګونه هم شوي، د بېلګې په توګه له وخت وړاندې په ودونو کې ۴۴ سلنه کموالی راغلی.

د دغې ادارې د یو تازه راپور له مخې، په‌دغه هېواد کې ۴۱سلنه ماشومان له ښوونځيو بې برخې دي، ۶ اعشاریه ۷۹ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان مړه کېږي.

د دغې ادارې ویاندې مریم عطایي ازادي راډيوته وویل چې جګړې او اقتصادي فقر له ګڼ شمېر افغان ماشومانو د ماشومتوب دوره اخېستې ده: "له بده‌مرغه د تازه راپورونو له مخې ښيې چې د ماشومانو تلفات ورځ بلې ته لوړېږي، افغان ماشومان په افغانستان کې د لویانو په پرتله د جګړو له امله تر ټولو زیات زیانونه ویني."

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت که څه پرمختګونو یادونه کوي خو وایي، چې لاهم د افغان ماشومانو د زده‌کړو په برخه ګڼ خنډونه پراته دي او له کورنیو غوښتنه کوي چې د دوی په روزلو کې ورسره مرسته وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG