د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲
د کابل پېښه
د کابل پېښه

د کابل امنيه قومانداني: ځان‌وژونکې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي

د کابل امنيه قوماندانۍ وايي، د کابل د نن ورځې په ځان‌وژونکې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی.

د پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز ازادي راډیو ته وايي چې د مارشال فهیم پوځي ته مخامخ د قمبر څلورلاري ته نږدې چاودنه شوې ده.

دغه مرکز د چاودنې د نوعیت په اړه جزئیات نه‌ورکوي.

داعش وسله‌والې ډلې د کابل د نن ورځې د ځانوژونکې برید مسؤلیت پر غاړه واخېست.

د کابل پولیس وايي، په‌دې ځانوژونکي حمله کې چې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډمۍ مخته وشوه، ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، ځانوژونکی بریدګر پلی و او د پولیسو له‌خوا تر پېژندل کېدو وروسته يې ځان ته په عمومي سرک چاودنه ورکړه.

جمهري ریاست په یوې اعلامیه کې دا برید غندلی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وايي، ځانمرګی حمله کوونکی پلی و او غوښتل یې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته ننوځي.

ښاغلی فرامرز زیاتوي چې دغه کس د پولیسو له‌خوا له پېژندل کېدو وروسته، د پوهنتون مخ کې سړک کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د کابل امنيه قوماندانۍ وايي، د کابل د نن ورځې په ځان‌وژونکې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

دا ځان‌وژونکې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډمی مخته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، ځان‌وژونکی بریدګر پلی و او د پولیسو له‌خوا تر پېژندل کېدو وروسته يې ځان ته په عمومي سړک چاودنه ورکړه.

تراوسه پورې کومې ډلې د کابل د نن ورځې د انتحاري برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخېستی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته مخامخ ځانمرګي برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG