داعش وسلهوالې ډلې د کابل د نن ورځې د ځانوژونکې برید مسؤلیت پر غاړه واخېست.
د کابل پولیس وايي، پهدې ځانوژونکي حمله کې چې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډمۍ مخته وشوه، ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، ځانوژونکی بریدګر پلی و او د پولیسو لهخوا تر پېژندل کېدو وروسته يې ځان ته په عمومي سرک چاودنه ورکړه.
جمهري ریاست په یوې اعلامیه کې دا برید غندلی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وايي، ځانمرګی حمله کوونکی پلی و او غوښتل یې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته ننوځي.
ښاغلی فرامرز زیاتوي چې دغه کس د پولیسو لهخوا له پېژندل کېدو وروسته، د پوهنتون مخ کې سړک کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
د کابل امنيه قوماندانۍ وايي، د کابل د نن ورځې په ځانوژونکې چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
دا ځانوژونکې د مارشال محمد قسیم فهیم د پوځي اکاډمی مخته شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، ځانوژونکی بریدګر پلی و او د پولیسو لهخوا تر پېژندل کېدو وروسته يې ځان ته په عمومي سړک چاودنه ورکړه.
تراوسه پورې کومې ډلې د کابل د نن ورځې د انتحاري برید مسؤلیت پر غاړه نهدی اخېستی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته مخامخ ځانمرګي برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.