د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د څار بنسټونه: د ولایتي شوراګانو د کار دوام غیر قانوني او کارونه‌یې مشروع نه‌دي


د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولایتي شوراګانو انتخاباتو په ځنډ ترسره کولو سره اساسي قانون تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيوته وویل، حکومت او د انتخاباتو کمېسیون د ولایتي شوراګانو انتخابات د ترسره کېدو هېڅ اراده نه‌لري: "دا په څرګند ډول له اساسي قانونه سرغړونه ده، ولسمشر دا واک نه‌لري چې د فرمان له مخې، د یو تقنیني بنسټ چې هغه د خلکو د رأیو پر اساس جوړېږي، د هغه موده تمدید کړي، له قانوني پلوه د دوی کار غیر قانوني بلل کېږي او موږ نه‌شو کولای هغو ته مشروع بنسټونه ووایو."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولایتي شوراګانو دوره څلورکاله ده، خو شاوخوا یو کال کېږي چې د ولایتي شوراګانو قانوني دوره پای ته رسېدلې.

د راتلونکو انتخاباتو د ټاکلي شوي مهال‌ویش له مخې ټاکل شوې وه چې د ولایتي شوراګانو انتخابات له جمهوري ریاست له انتخاباتو سره چې د میزان په ۶مه ترسره کېږي یوځای ترسره شي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی د وخت کمښت، کمو مالي امکاناتو او د امنیتي ستونزو له امه نه‌شي کولای د ولایتي شوراګانو انتخابات ترسره کړي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د یو تقنیني بنسټ چې د خلکو په رایو ټاکل کېږي، دوره یې غځېږي، بلکې د ولسي جرګې شپاړمه تقنیني دورې له خپلې ټاکلې مودې څلور کاله زیات خپل کار ته دوام ورکړ.

دغه موده د ولسمشر د فرمان له مخې تمدید شوې وه.

د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، ولسمشر حق نه‌لري چې اساسي قانون تر پښو لاندې او تقنیني بنسټ دوره اوږده کړي.

دوی زیاتوي چې د ولایتي شوراګانو له کارسره په خوا کې د مشرانو جرګې د ځینو سناتورانو کارونه چې چې درېیمه برخه سناتوران یې له ولایتي شورا انتخاباتي هم کارونه غیر مشروع دي.

له ډلې يې له کبیر رنجبر سره د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00
مستقیم لېنک

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دا چې د ولايتي شوراګانو انتخابات په شفاف ډول ترسره شي، کمېسیون وخت ته اړتیا لري.

د دغه کمېسیون د ویاند د دفتر سرپرست ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل: "د کمېسیون مالي امکانات کم وو او همداشان وخت هم کم وو، امنیتي ستونزې وې، کمېسیون مجبور شو چې د ولایتي شورا او د غزني د ولسي جرګې انتخابات وځنډوي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ویاند د دفترسرپرست ذبیح سادات
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ویاند د دفترسرپرست ذبیح سادات

ښاغلی سادات زیاتوي، که انتخاباتي شریکان له کمېسیون سره په امنیتي او مالي برخو کې لازمه مرسته وکړي، کولای شي په نږدې راتلونکې کې د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو نېټه هم اعلان کړي.

خو د انتخاباتو د څار بنسټونه اندېښمن دي چې د ولایتي شوراګانو انتخابات به د ولسي جرګې له راتلونکو انتخاباتو سره یوځای ترسره شي.

XS
SM
MD
LG