د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

په کندز کې د زعفرانو کښت ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې


د افغانستان زعفران
د افغانستان زعفران

په کندز ولایت کې په‌دې وروستیو کلونو کې د زعفرانو کښت دود شوی او دغه نبات د یو شمېر بزګرانو په ژوند کې مثبت بدلون راوستی دی.

د کندزد علي‌اباد ولسوالۍ یو تن بزګر محمدالله وايي چې له درېیو کالو راهیسې یې د زعفرانو کښت ته مخه کړې او له همدې لارې د خپل د کورنۍ لومړنې اړتیاوې پوره کوي: "زعفرانو په کندز کې ښه نتیجه ورکړې او موږ د دې نبات له حاصلاتو راضي یو، زموږ راټول شوي زعفران په کندز او د هېواد په نورو ولایتونو کې پلورل کېږي."

نوموړی زیاتوي چې تېر کال یې له یو جریب ځمکې څخه ۶۰۰ ګرام خالص زعفران ترلاسه کړي وو.

په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر نور بزګران هم د زعفرانو له کښته خوښ دي او زیاتوي چې د دې نبات په کارولو سره د دوی په اقتصادي وضعیت کې هم مثبت بدلون راغلی دی.

له دې سره سم په نوموړي ولایت کې د زعفران کارانو د ټولنې مشر جمعه خان حکیمي هم وايي چې په‌دې وروستیو کلونو کې د کندز په مرکز او ولسوالیو کې د زعفران کښت وده کړې او د دې ولایت زعفران له ښه کیفت څخه برخمن دي.

دی وايي:"د زعفرانو کښت د کندز په مرکز او ولسوالیو کې خورا وده کړې، د پخوا په پرتله د زعفرانو نرخ هم لوړ شوی او د بزګرانو لېوالتیا هم د زعفران کښت ته زیاته شوې."

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافظ
د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافظ

بل‌خوا د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافظ وايي چې په‌دې ولایت کې زعفرانو ښه نتیجه ورکړې او بزګران هم د دې نبات له محصولات څخه راضي دي.

دی وايي:"کندز یو حاصل‌خېزه ولایت دی، زموږ بزګرانو تېرکال له نیم جریب ځمکې څخه په اوسط ډول تر ۳۰۰ ګرام با کیفیت زعفران ترلاسه کړي او فعلاٌ یو ګرام خالص زعفران په بازار کې له ۳۰۰ نېولی تر ۵۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي."

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې په‌دې وروستیو کې کلونو کې په‌دې ولایت کې د زعفرانو کښت ۵۰ سلنه وده کړې او دا مهال د نوموړي ولایت په خان‌اباد، قلعه‌ذال، چهاردرې، امام صاحب، دشت ارچي او علي‌اباد ولسوالیو کې زعفران کرل کېږي او دهقانان هم د دې نبات له حاصلاتو څخه خوښې څرګندوي.

XS
SM
MD
LG