د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

ننګرهار کې د پخواني ولسمشر فرمان د ۱۳ کلن ځنډ وروسته عملي شو


د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ازادي رآډیو سره د مرکې پر مهال
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ازادي رآډیو سره د مرکې پر مهال

شاوخوا ديارلس کاله پخوا د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي د ننګرهار په سرخ ديوال سیمه کې د پولیسو ښارګوټی د شهيدانو کورنيو ته منظور کړی و، خو تر اوسه د غاصبينو تر ولکې لاندې وو.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د ۱۳ کلن ځنډ وروسته ولایتي اداره په دې وتوانېده چې د پولیسو په ښارګوټي کې ۱۷۴۰ نمرې له غاصبينو خلاصې او د چهارشنبې په ورځ يې پر اصلي مالکينو وویشي.

دی وايي:"په ټوله کې نن ۲۳۳۹ نُمرې له غصبه خلاصې شوې چې په‌دې کې ۱۷۴۰ د شهيدانو د کورنيو نُمرې دي چې نن يې عملاً پر اصلي مالکينو ویشو."

د جلال‌اباد ښاروال رياض الله درمل وويل چې د پخوانيو مسؤلينو د ناغېړيو له امله دا ښارګوټی د غاصبينو منګولو ته لوېدلي وو.

۲۳۳۹ نُمرې له غصبه خلاصې شوې.

ده وويل، له غاصبينو د ښارګوټو او نورو ځمکو د خلاصولو دا کمپاین به روان ساتي، خو د پولیسو ښارګوټي د ویش پرمهال يې پر خلکو غږ وکړ چې د شپږو مياشتو په موده کې دې پر خپلو ځمکو د رغونې چارې پيل کړي.

نوموړي زیاته کړه: "اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې تاسو ژرترژره په خپلو نُمرو کار پيل کړئ، ځکه هرکله چې نُمرې له غصبه خلاصې شي او که څوک په خپله نُمره کې کار ونه‌کړي، هغه يآ به بل چاته رسېدلې وي او يا به په رهبرۍ کې بدلون راغلی وي چې همدومره بيا درد سر وي."

د درمل په خبره هغه لازمې اسانتياوې چې د ښارګوټي لپاره اړينې دي، د نورو همکارو ادارو پر مټ به ورته جدي پام وکړي.

د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز په سیمه کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د یاد ښارګوټې د تطبیق په چارو کې همکاري وکړي او د قانون ماتوونکو پرضد جدي اقدامات وکړي.

دی وايي: "زه تاسو ته د يوه امنيتي مسؤل په توګه وعده درکوم چې په‌دې پروژه کې هېڅ زورواکی او هېڅ غاصب بيا دلته زړه نه‌شي ښه کولی چې ځمکه غصب کړي."

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د سرخ ديوال په همدې سیمه کې د چرخي په نوم يوه کس په جعلي اسنادو ۱۲۶۰ جریبه ځمکه اخېستې او سلګونه جریبه نوره يې هم په خپل نوم غصب کړې چې ولایتي ادارې يې په اړه ټول اسناد او شواهد محکمې ته سپارلي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG