د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د کرکټ نړیوال جام لوبې د انګلستان او ویلز په کوربه‌توب پیلېږي


افغان اتلان به د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کړي.
افغان اتلان به د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کړي.

د کرکټ نړیوال جام لوبې نن د پنجشنبې په ورځ د انګلستان او ویلز په کوربه‌توب پیلېږي. په‌دې یو ورځنیو لوبو کې د افغانستان، انګلستان، اسټرالیا، بنګله‌دېش، پاکستان، هند، نیوزیلنډ، سریلانکا، ویسټ انډیز او جنوبي افریقا لوبډلو برخه اخېستې ده.

نن لومړۍ لوبه د کوربه انګلستان او جنوبي افریقا ترمنځ ده. سبا به پاکستان له ویسټ اینډیز سره لوبه وکړي او بل سبا به افغان لوبغاړي له اسټرالیا سره مخامخ شي. په همدې ورځ نیوزیلنډ او سریلانکا هم مسابقه لري.

افغان کرکټ لوبډله چې د کرکټ نړیوال جام لوبې ته غوره شوي دي.
افغان کرکټ لوبډله چې د کرکټ نړیوال جام لوبې ته غوره شوي دي.

د افغانستان ملي لوبډلې دې نړیوال جام ته د تیاریو په لړ کې تېره اوونۍ پاکستان ته ماتې ورکړه، خو خپله دوهمه تمریناتي لوبه یې په ستر توپیر له انګلستانه بایلوده.

په‌دې نړیوال جام کې د افغانستان د لوبډلې مشر ګلبدین نائب دی او ترڅنګ یې یو شمېر وتلي ستوري راشد خان، محمد نبي او ځوان مجیب ځدراڼ لوبېږي.

د انګلستان ټلګراف ورځپاڼه لیکي، په‌دې جام کې ښایي افغان ټیم بلې هرې لوبډلې ته ستونزې جوړې کړي او تراوسه هېڅ بل ټیم په دومره لنډې مودې کې دومره پرمختګ نه‌دی کړی، لکه د افغانستان ملي ټیم.

د هند د کرکټ د ملي ټیم کپتان او د نړۍ تر ټولو غوره بېټسمین ویرات کولي د افغانستان د ملي ټیم ستاینه وکړه او دا نړیوال جام یې له چلنجونو ډک وباله.

د هند د کرکټ د ملي ټیم کپتان او د نړۍ غوره بېټسمین ویرات کولي
د هند د کرکټ د ملي ټیم کپتان او د نړۍ غوره بېټسمین ویرات کولي

دی وايي:"دا نړیوال جام ښایي د هغو درېیو نړیوالو جامونو په پرتله چې ما برخه په‌کې اخېستې ده، تر ټولو له ډېر چلنجه ډک وي. ټول ټیمونه پياوړي دي، که تاسو د افغانستان لوبډلې ته له ۲۰۱۵ میلادي تر اوسه وګورئ یو مخ بدله شوې او هره لوبډله مایوسه کولی شي."

د ۲۰۱۹ میلادي کال دا نړیوال جام به په ۱۱ لوبغالو کې په انګلستان او ویلز کې ترسره شي، هر ټیم به له بل سره مسابقه وکړي او څلور غوره لوبډلې به د ګروپ له دوره نیمه پای لوبې ته ورسېږي.

پای لوبه به د جولای په ۱۴مه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG