سلیمه مزاري د اداري فعالیت ترڅنګ د طالبانو پر وړاندې د جګړې مشري هم کوي.
سلیمه مزاري په بلخ کې لومړۍ او یوازنۍ ښځینه ولسواله ده چې د اداري فعالیت او د خلکو ستونزو ته د حل لارې د پیدا کولو ترڅنګ په چهارکنت ولسوالۍ کې د مخالفینو پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښې ته هم ځي.
ناامنۍ او د وسلهوالو طالبانو فعالیت د چهارکنت ولسواله سلیمه مزاري اړ کړې څو د طالبانو پر وړاندې د جګړې مشري پر غاړه واخلي.
بشپړ راپور یې له سیمې مجیبالرحمن حبیبزی راکوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: