د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۰

یو شمېر هېوادونو ته د سفیرانو تازه ګمارنې او پر وړاندې یې غبرګونونه


ارګ ماڼۍ
ارګ ماڼۍ

د افغانستان د جمهوري ریاست له‌خوا یو شمېر هېوادونو ته د سفیرانو د تازه ګمارنو اقدام له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د "کاندیدانو شورا" او د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د حکومت کاري دوره ختمه شوې او نوې ګمارنې غیر مشروع دي.

د ولسمشریزو نوماندانو د شورا استازي او د محمد حنیف اتمر د انتخاباتي دفتر ویاند قادر شاه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال » ازادي راډيو ته وویل: "له جوزا میاشتې وروسته د حکومت د کار دوام غیر مشروع دی، دا غیر مشروع حالت هېڅ ډول ګمارنې، هېڅ ډول تړونونه او هېڅ ډول نړیوال سفرونه نه‌شي توجیه کولای، ځکه په‌دې برخه کې اجماع نه‌ده موجوده او دا حکومت هم له یو سخت سیاسي خلا سره مخ دی او دا غیر مشروع حالت نور هم د خلکو اندېښنې زیاتوي."

د نوماندانو د شورا استازي او د محمد حنیف اتمر د انتخاباتي دفتر ویاند قادر شاه

دا په‌داسې حال کې ده چې جمهوري ریاست تازه ۷ هېوادونو، کاناډا، المان، ایټالیا، سویډن، ناروې، مالیزیا او چک جمهوریت ته نوي سفیران معرفي کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي بیا دغه ګمارنې غیر قانوني او انتخاباتي کمپاین یادوي.

الله ګل مجاهد وايي، حکومت د کمپاین لپاره خپل د خوښې وړ کسان ټاکلي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "دا {حکومت} د انتخاباتو او کمپاین لپاره خپل د خوښې وړ کسان ګماري، په اوسنیو شرایطو کې دا ډول ګمارنې هغه که په سفارتونو او یا وزارتونو کې وي، د خلکو او وطن په خیر نه‌دي او باید ترې ډډه وشي."

تر دې وړاندې د حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم د جمهوري ریاست له لوري په نویو ګمارنو انتقاد کړی و.

ښاغلي عبدالله ویلي، اکثره ګمارنې په خپل سر ترسره کېږي او د حکومت د یوې برخې په توګه په جریان کې نه‌پرېښودل کېږي.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د افغان ولسمشر په حکم سره د افغانستان د لوړو زده‌کړو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او دغه‌شان د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرتابه کې بدلون راغی.

د افغانستان د جمهوري ریاست له لوري د نویو سفیرانو معرفي کېدل د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک کې هم غبرګونونه راپارولي دي.

د فېس‌بوک یو شمېر کاروونکي وايي، اکثره دغه ګمارل شوي کسان غیر مسلکي دي او په نړیواله کچه د افغانستان ډیپلوماسي نه‌شي معرفي کولای.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان د اړتیا او منل شویو معیارونو پر بنسټ ټاکل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

دی وايي: "د بهرنیو چارو وزارت د وړاندیز پر اساس د جمهور رئیس له لوري منظور شوي او کوم کسان چې ګمارل شوي معیارونه‌یې مشخص دي او دا سیاسي پوستونه دي چې ټول معیارونه په پام کې نیول شوي دي."

خو له دې ټولو سره د نوماندانو شورا او د ولسي جرګې غړي وايي، د مقرریو پر سر د ستونزو د هواري لپاره لومړی باید د حکومت په منځ کې اجماع رامنځته شي او د دې لپاره یوه طرحه جوړه او ټولو جریانونو سره شریک شي.

دوی په ټینګار سره وايي، که داسې نه‌‌شي نو دا مسئله به جدې ستونزې رامنځته کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG