د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي، افغانستان د جنوبي اسیا د هېوادونو په سیالیو کې له ګډونه پاتې شو.
د دې کمېټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختري نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې سیالیو کوربه هېواد نیپال د امکاناتو د نهلرلو له امله پهدې سیالیو کې افغانستان ته د ګډون د بلنې د نهورکولو له امله بخښنه وغوښته.
دی وايي: "د جنوبي اسیا د هېوادونو په سیالیو کې افغانستان برخه نهشي اخیستی، ځکه د دې سیالیو کوربه هېواد له افغانستانه بخښنه وغوښته او موږ پهدې سیالیو کې له ګډونه پاتې شو."
نوموړي وویل چې نهیوازې افغانستان، بلکې نیپال له یو شمېر نورو هېوادونو هم بخښنه غوښتې چې پهدې سیالیو کې ګډون نهشي کولای.
د جنوبي اسیا د هېوادونو سیالۍ هر کال په بېلابېلو ورزشي رشتو کې جوړېږي چې د بېلابېلو اسیايي هېوادونو لوبغاړي پهکې برخه لري.