د نورستان اوسېدونکي وايي، په ډېری ښوونځیو کې يې ښوونکي نهشته چې له املهيې د زدهکوونکو درسي بهیر له ستونزو سره مخ دی.
دوی وايي، په دولتي لېسو کې ښوونکي موجود دي، معاشونه اخلي، د ښوونځیو او خپلو سیمو پر ځای په کونړ، جلالاباد او یا هم په کابل کې اوسېږي.
امانالله امان او ګل محمد یې په اړه وایي: "زه خبر یم چې د لېسې او منځنیو ښوونځیو امرین او مدیران، په جلالاباد، کونړ او کابل کې ګرځي، نو هغوی په کال کې هم سر نهورښکاره کوي چې د مدیرانو او امرینو دا حال وي، نو له ښوونکي به څه ګېله وکړو."
"ښوونکي شته، خیالي به نهوي، خو بېتفاوتي ده، کنټرول نهشته. په لېسه کې دوه معلمین چې په یوه لېسه کې دوه ښوونکي وي هغه به کوم ټولګي ته درس ورکړي؟"
دوی وايي، یادو ښوونځیو ته زدهکوونکي ځي، خو ښووونکي يې د ښوونځیو او خپلو سیمو پر ځای جلالاباد، کونړ او یا هم کابل کې میشت دي، هلته معاشونه او د معلمینو نور امتیازات ترلاسه کوي.
په نورستان کې د پوهنې رئیس مولوي محمد امین حماد د یاد شکایت په اړه ازادي راډیو ته وویل، ټول رسمي معلمینيې په دندو دي او یوازې د حقالزحمې د ښوونکو ستونزه شته چې هغه به ژر حل شي.
هغه وړاندې وویل: "حقالزحمهیي معلمین موجود دي، هغوی سږکال ناوخته په دندو ګمارل شوي دي، نو هغوی هم باید د ثور په میاشت کې ساحو ته تللي وی. د هغوی په اړه شکایتونه موجود دي. موږ يې لا تر اوسه معاشونه هم نهدي حواله کړي. د جوزا تر اخره ورته ګورو که خپلو ساحو ته څوک لاړ نهشول، نور منتظر ښوونکي شته د هغوی پر ځای يې ښوونځیو ته لېږو او ستونزه حلوو."
د نورستان اوسېدونکي وایي، د ښوونکو د نشتوالي له امله بچي د تعلیم له نعمته بېبرخې پاتې شول، نو مسؤلو چارواکو ته پهکار دي ستونزه په حقیقي ډول هواره کړي او زموږ اولادونو ته په خپله سیمه کې د درس ویلو زمینه برابره کړي.
راپور: روحالله انوري