د کندز ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې پهدې وروستیو کې بیا پهدغه ولایت کې د وسلهوالو غلاوو، د انسان تښتونې پېښې او د هدفي وژنو کچه لوړه شوې ده.
دوی په دې برخه کې سیمهییز چارواکي پاتې بولي.
د دې ولایت یو تن اوسېدونکي عبدالجلیل جلالي ازادي راډيو ته وویل: "پهدې وروستیو کې په ښار کې دننه هدفي وژنو او د انسان تښتونو پېښو زور اخیستې او اوسمهال خلک د خوندېتوب احساس نهکوي او روان وضعیت د خلکو پر وړاندې ډول ډول ننګونې زېږولې دي."
دوی زیاتوي چې د امنیتي چارواکو د بېغورۍ له کبله هره ورځ د ښار په زړه کې او د امنیتي حوزو په څو مترۍ کې خلک د ملکي وګړو د وژنو او تښتونو شاهدان وي او دغه وضعیت د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.
د کندز ښار یو تن اوسېدونکي حکیم همدرد پهدې اړه وویل: "پهدې وروستیو کې د ښار دننه جنايي پېښې، غلاوې، قتلونه او هدفمند قتلونه ډېر شوي او خلک د امنیت احساس نهکوي، موږ غوښتنه لرو چې دې وضعیت ته توجه وشي."
بلخوا د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په تېرې یوې میاشت کې دوی په نوموړي ولایت کې لسګونه تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي او دغهراز خلکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې بدلون راشي.
د کندز امنیه قوماندان منظور خان ستانکزي پهدې اړه وویل: "اوسمهال تر یوه حده امنیت ښه شوی، خو قضاوت به خلکو ته پرېږدو او د تېرو میاشتو په پرتله د جنایي جرمونو کچه هم راټیټه شوې، ځکه زموږ امنیتي ځواکونه شپه او ورځ په ګزمو، تلاشیو او عملیاتو بوخت دي."
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم کندزیانو د هدفي وژنو، وسلهوالو غلاوو، د انسان تښتونو د پېښو او د غیر مسؤله وسلهوالو زیاتوالی او دغهراز د وسلهوالو طالبانو تر ادارې لاندې د سیمو د پراختیا له کبله خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې، خو خلک وايي چې لا هم د سیمهییزو چارواکو له لوري د دې ولایت امنیتي وضعیت ته رسېدنه نهده شوې.
راپور: اجمل ارین