د هلمند امنیه قوماندان وایي، په تېرو ۱۰ ورځو کې مو ۹۰ وسلهوال وژلي دي.
سمونمل حسامالدین هلمندي له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د هلمند په یو شمېر سیمو کې يې مزاحمتي عملیات دوام لري او د طالبانو هغه توان چې ډلهییز بریدونه وکړي، لهمنځه تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په لښکرګاه او نږدې سیمو کې په سپینه ورځ غلا او جنايي پېښو زور اخيستی دی.
د هلمند له امنیه قوماندان سره الیاس داعي مرکه کړې او په سر کې يې د هلمند د وضعیت په اړه پوښتلي دي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: