د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۲

په کابل کې د یوې کورنۍ ۷ غړي څنګه ووژل شول؟


په کابل کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي
په کابل کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

د کابل امنیه قومانداني وايي، د یوې کورنۍ د ۷ غړو د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل شوې دي.

دغه پېښه تېره شپه ۲ بجې هغه مهال وشوه چې د کابل ښار په جمال مېنه کې څو کسه وسله وال یوه کور ته ننوځي او ټول غړي یې په ډزو وژني.

د دغې کورنۍ یو غړی وایي:

"دوه خویندې یې راته شهیدانې کړې، یوه یې د اتو میاشتو امېندواره وه چې ماشوم وزېږوي، امنیت چېرې دی؟ اه خدایه! څه وکړم؟ تباه شو، دوه ځوانې خویندې یې راووژلې"

پلار، مور، دوه ناوې چې یوه د نهو میاشتو امېندواره وه او بلې غوښتل چې په دې ورځو کې د زېږېدو جشن ونمانځي، ټول ووژل شول.

د یوې کورنۍ د ۷ غړو د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل شوې دي
د یوې کورنۍ د ۷ غړو د وژل کېدو په اړه څېړنې پیل شوې دي

د دغه کور د ناوې خور وايي، ټوپکمارو د کور دوه ماشومان په ډېرې بې رحمۍ سره زندۍ کړل.

دې وویل:

"ماشومان یې زندۍ کړل، رحم یې پرې ونه کړ، نه پوهېږو چې دغه وحشیان څوک وو او دا کار يې ولې وکړ، دوه وروڼه په روغتون کې دي چې یو د کوما په حالت کې دی، غني ولې د خلکو امنیت نه شې نیولی؟ ستا حکومت به څه کړو؟ د خلکو امنیت نه نیسي."

د دغې کورنۍ دوه هلکان چې په دغه پېښه کې ټپیان شوي، په روغتون کې بستر دي چې د یوه حالت نازک دی.

د دغې کورنۍ یوه ناوې چې ژوندۍ نه ده، خو توانېدلې چې خپل درې میاشتینې زوی د چپرکټ لاندې پټ کړي.

ژغورل شوی ماشوم چې مور یې ووژل شوه
ژغورل شوی ماشوم چې مور یې ووژل شوه

اوس د دغو وژل شویو جسدونه په عدلي طب کې پراته دي چې له اتریش نه يې دوه وروڼه کابل ته راشي او د خپلې کورنۍ د مړو د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د دغې کورنۍ خپل خپلوان له حکومته غواړي چې د پېښې عاملین د دې په مخکې په دار وځړوي.

احمد چې د دغې کورنۍ له خپلوانو دی او په څو مترۍ کې ترې اوسېږي، وايي چې تېره شپه یې د ټوپک ډزې اورېدلي، خو نه پوهېده چې چا د ده د تره کور په ماتم بدل کړ.

ده زیاته کړه:

"هېڅ نه پوهېږم، له هېڅ چا سره یې دښمني نه لرله، غریبکار وو، د تره زامن مې عاجز خلک وو، څه نه شم ویلي، پولیس ولې کار نه کوی؟ کورنۍ داغ ولید، امنیت چېرې دی؟"

د دغې کورنۍ دوستان او ګاونډیان وايي چې دوی له چا سره دښمني نه درلوده او په خپله خوارۍ غریبۍ بوخت وو.

لا د دغو وژنو پټ اړخونه نه دي روښانه او نه هم دا معلومه شوې چې وژونکي څو کسان وو.

خو د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز په یاده برخه کې د څېړنو د پیل خبر ورکوي او وايي چې د پولیسو لومړنۍ موندنې ښيي چې د دغې پېښې تر شا د ځمکې پر سر کورنۍ لانجه وه.

دی وایي:

"د پولیسو موندنې ښيي چې دا پېښه د شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې ده، مخکې تر دې دغې کورنۍ د کومې ځمکې پرسر لانجه درلوده، له بده مرغه د دغې کورنۍ اووه غړي وژل شوي، لا یې په تور څوک نه دي نیول شوي او څېړنې په جدي ډول روانې دي."

تېر کال یو شمېر وسله والو کسانو د کابل په پنجصد فامیلۍ سیمه کې پر یوه کور حمله وکړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د یوې کورنۍ لس غړي په ډزو ووژل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ورستیو څو ورځو کې د جنايي جرمونو یو شمېر طراحان ونیول، خو کابل ښاریان لا په دغه ښار کې د جنايي جرمونو له پراخېدو شکایت لري او کشفي او امنیتي ارګانونه په دې برخه کې پړه ګني.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG