په کابل کې یوې ابتدائیه محمکې د کوچنۍ ماشومې مهسا په قتل تورن کسان په دېرش ـ دېرش کاله بند محکوم کړل.
د ماشومې مهسا په قتل او تښتونې تورن کسان د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دویمې حوزې د ابتدایه محمکې په علني ناسته کې په سزا محکوم شول.
د پېښې دوه تورن کسان سجاد اغا او روح الله د موظف څارنوال له لوري په دې تورن شول چې مهسا یې له تښتونې وروسته وژلې وه.
د ناستې مشر عبدالوارث احسان پور د مدافع وکیلې له دعوا او دفاعیې وروسته پرېکړه وکړه چې هر تورن کس په دېرش ـ دېرش کاله بند محکوم شول.
ده وویل:
"د نظارت او توقیف له لومړنۍ مودې مو د ۵۹۸ او ۵۴۷ جزا کوډ د موادو له مخې د ۱۱۴ مادې په نظر کې نیولو سره او د ۲۱۸ او ۲۱۹ کوډ د موادو له مخې هر واحد مو په دېرش ـ دېرش تنفیذي حبس په سزا محکوم شوئ."
آقای احسان پور همچنان اعلام کرد که حکم محکمه ابتدایی قطعی نیست و دو طرف میتوانند استیناف خواهی کنند.
ښاغلي احسان پور دا اعلان هم وکړ چې د ابتدایي محکمې حکم قطعي نه دی او دواړه لوري کولای شي چې د استېناف غوښتنه وکړي.
خو د مهسا پلار مرتضی د دغه حکم له اعلان وروسته ازادي راډيو ته وویل چې دوی د عدالت د ټينګښت لپاره د تورونو کسانو د اعدام غوښتونکي دي.
د ده په خبره، مسؤلو بنسټونو د سن تثبیت سم نه دی کړی.
ده وویل:
"تاسې وګورئ، د دواړو قاتلینو عمرونه له یوېشتو کلونو زیات دي، خو دوی ۱۸ کلن ثابت کړي دي، په پېژندپاڼه نه کېږي، زما عمر همدا اوس په پېژندپاڼه کې ۳۲ کاله دی، په داسې حال کې چې زه ۳۷ کلن یم، دا چې د دوی عمر له شلو کلونو کم ښودلی، زما په حق کې يې ظلم کړی دی."
افغان ماشومه مهسا د تېر لمریز کال د حوت په ۱۹مه نېټه په کابل کې وتښتول شوه او د موظف څارنووال په وینا، له تښتولو یوه ورځ وروسته د دستمال په وسیله وژل شوې او جسد يې په یوه ویاله کې اچول شوی و.
موظف څارنوال همدا شان ادعا کوي چې تښتوونکو د مهسا له کورنۍ درې لکه ډالر غوښتي وو.
په ورته وخت کې د دې پېښې د تورنو سجاد اغا او رو الله مدافع وکیل وايي چې موکلین يې له نیولو وروسته د پولیسو له لوري وهل او ټکول شوي، هغه څه چې موظف څارنوال يې ردوي.
په ورته وخت کې د وژل شوې مهسا د کورنۍ مدافع وکیله ثنا اکبر وايي چې پولیسو د دې قضیې نور عاملین نه دي نیولي او وایي، شواهد ښيي چې د سجاد او روح الله تر څنګ نور کسان هم په دې پېښه کې لاس لري.
نوموړي زیاته کړه:
"کشفي ارګانونو باید پر وخت خپل کار ترسره کړای وای چې له بده مرغه نه يې دی کړی، پولیسو هم غفلت کړی او هغه وخت چې خلکو پولیسو ته خبر وکړ، باید خپل اجرات يې کړي وايي، ولې يې زما موکل ته ویلي چې غږ دې مه باسه، ولې دا ستونزه موجوده وه."
د مهسا پلار ادعا کوي چې پولیسو مقتولې ته په نجات ورکولو کې ناغېړې کړې ده.
تر دې دمه د پولیسو اړوندو بنسټونو په دې اړه نظر نه دی ورکړي، خو له دې وړاندې د کابل امنیې قومندانۍ ویلي وو چې په دې برخه کې لازم اقدامات شوي دي.
راپور: فېروزه عزیزي