د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

په کندهار کې ۳ داعش او ۲۷ طالب وسله وال نیول شوي


په کندهار کې نیول شوي طالب او داعش وسله وال
په کندهار کې نیول شوي طالب او داعش وسله وال

د شنبې په ورځ د کندهار امنیتي چارواکو ۳۰ تنه هغه وسله وال خبريالانو ته وښودل چې د تېرو دوو اوونیو په اوږدو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې نيول شوي وو.

په دغو نيول شویو وسله والو کې درې تنه پاکستاني داعشي وسله ال هم شامل دي چې د چارواکو په وینا، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې کونړ ولایت ته له تګه وړاندې نیول شوي دي.

د کندهار والي حيات الله حيات په دې اړه خبریالانو ته وویل چې نيول شوي داعشيان د پاکستان د پنجاب اصلي اوسېدونکي دي او کونړ ته د جنګېدونکو وسله والو د مرستي لپاره تلل.

والي وویل، نیول شویو نورو وسله والو بيا د تاوتريخوالي په بېلابېلو پېښو کې لاس درلود او افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال نيولي دي.

ارشیف، د کندهار والي حيات الله حيات
ارشیف، د کندهار والي حيات الله حيات

ده زیاته کړه:

"دا ۳۰ ترورېستان په تېرو دوو اوونیو کې نیول شوي چې د دې جملې څخه ۲۷ کسان په طالبانو پورې مربوط دي او ۳ کسان يې د داعش د ډلې غړي دي چې د پاکستان د پنجاب ایالت د حافظ سعید ډلې مربوط دي."

د احمد حميد په نوم يوه نيول شوي داعش وسله وال رسنیو ته وویل، افغانستان ته په دې نیت راغلي چې دلته له افغان امنیتي ځواکونو او دولت پر ضد جګړه کې برخه واخلي.

دی وایي:

"ماته مې ملګري وویل چې د مسلمانانو د مرستې لپاره به افغانستان ولاړ شو او راته یې وویل چې داعش د افغان دولت پر ضد جنګېږي، خو که زه خبر وای چې دا ټول مسلمانان دي، زه به هېڅ کله دلته نه وای راغلی."

که څه هم پاکستان د افغانستان په جګړه کې د خپل هېواد لاس لرل ردوي، خو په افغان جګړه کې د پاکستانيو جنګياليو نېول کېدل افغان دولت په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو ثبوت يادوي.

تر دې دوه اوونۍ مخکې په کندهار کې د عبدالسلام په نوم د داعش ډلې د جلب او جذب يو مسؤل هم د افغان ځواکونو له خوا د سپین بولدک په ولسوالۍ کې پاکستان ته د تګ پرمهال نیول شوی و.

تېره اوونۍ روسيې د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د حضور پر پراختیا اندېښنه وښوده چې وروسته بيا امريکا وویل چې دوی د داعش فعاليتونه له نږدې څاري.

راپور : صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG