د لوېدیځ نورستان په درېیو ولسوالیو کې د طالبانو له خوا تړل شوي ۱۷ روغتیايي مرکزونه د قومي مشرانو په منځګړیتوب بېرته پرانيستل شول.
د نورستان په لوېدیځو درېیو ولسوالیو نورګرام، دواب او منډول کې له تېرو درې نیمو اوونیو وسله والو طالبانو هلته ۱۷ روغتیايي مرکزونه د ناروغانو او ډاکترانو په مخ تړلي وو چې له امله يې ولس له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان و.
په نورستان کې د عامې روغتیا رئیس ډاکتر ذکي الله ستوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د روغتیايي مرکزونو ستونزه يې د قومي مشرانو په منځګړیتوب هواره کړې ده.
ده وویل:
"خوشبختانه موږ په دې درې نیمو هفتو کې په مسلسل ډول له ولسونو سره ناستې درلودې، د ولسونو د هلو ځلو په نتیجه کې زموږ روغتیايي مرکزونه په ټول نورستان کې پرانيستل شول، اوس زموږ صحي پرسونل د پخوا په څېر د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دی."
د عامې روغتیا رئیس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې وسله والو طالبانو دغه روغتیايي مرکزونه تړلي وو، وویل چې د هغوی غوښتنې دا وې چې باید په روغتیايي مرکزونو کې درمل او تجهیزات مکمل شي، د پرسونل شمېر زیات شي او نورې چې کومې ستونزې شتون لري، باید حل کړای شي.
د لوېدیځ نورستان اوسېدونکو د کلينیکونو د بندېدو په وجه څو ځلې د ازادي راډیو له لارې خپلې ستونزې مسؤلو چارواکو ته رسولي، اوس چې یاد کلینیکونه بېرته پرانيستل شوي، پرې خوښ دي.
عبدالمنان او ملک عصمت الله وایي:
"د څه وخت لپاره طالبانو دغه کلینیکونه بند کړي وو، د سپین ږیرو په هلو ځلو دغه روغتیايي مرکزونه پرانيستل شوي دي او اوس له نږدې د ناروغانو درملنه کېږي."
"مخکې ناروغان ډېر په تکلیف کې وو، په ساعتونو پلی مزل به مو وکړ، ناروغ به مو روغتایي مرکز ته ورسولو او هلته به چې ورسېدو، د کلنیک دروازې به بندې وي، بیا به له ناروغ سره بېرته خپل کور ته تللو."
تر اوسه وسله والو طالبانو په نورستان کې د ۱۷ روغتیايي مرکزونو د بندولو او بېرته پرانيستلو په اړه څه نه دي ویلي.
راپور: روح الله انوري