د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۳۸

اى افريقا: افغانستان پاکستان ته ټکان ورکړ


د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د لوبې د جریان یو انځور
د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو د لوبې د جریان یو انځور

افغانستان د خپل کرکټ په تاريخ کې د لومړي څل لپاره پاکستان ته ماته ورکړه.

که څه هم دا تمريناتي يو ورځنۍ مسابقه وه، خو دغه بريا په زیته کچه له هرکلي سره مخامخ شوه.

د نړۍ یو شمېر معتبرو ورځپاڼو او خپرونو هم په دې اړه عکس العملونه څرګند کړي دي:

ټيليګراف:

بريتانوۍ ورځپاڼې ټيليګراف په انګلستان کې د افغانستان او پاکستان د پرونۍ تمريناتي مسابقې په اړه ليکلي چې افغانستان تر دې مخکې په انګلستان کې داسې ښه لوبه نه وه کړې.

د ورځپاڼې په باور، افغانستان په دې مسابقه کې چې د ٢٦٣ منډو هدف ورته ټاکل شوى و، تر پايه پر لوبه حاکم و، تر هغه چې د پاکستان لوبغاړي وهاب رياض د افغانستان ٣ لوبغاړي وسوځول.

انډين اکسپرس:

هندۍ ورځپاڼې انډين اکسپرس په پرونۍ تمريناتي مسابقه کې د محمد نبي او راشد خان چې د هندوستان د غوره ليګ يا (IPL) په سياليو کې د مسابقې تجربه لري، بالنګ د پام وړ بللى دى.

د ورځپاڼې په ليکنه، محمد نبي چې ٤٦ منډې يې ورکړې او ٣ ويکټې يې واخيستې او راشد خان چې ٢٧ منډې يې ورکړې او ٢ ويکټې يې واخيستې، پاکستان پرې نښود چې افغانستان ته د دې ٥٠ اووره مسابقې هدف ٣٠٠ ته ورسوي.

انډين اکسپرس ورځپاڼه ليکي، افغانستان د مسابقې په وروستيو شېبو کې له فشار سره مخامخ و، خو حشمت الله شهيدي چې تر پايه ونه سوځېد، لوبه کنټرول کړه.

اى افريقا:

د جنوبي افريقا انلاين خپرونې اى افريقا د پرونۍ مسابقې په اړه په دې عنوان ليکنه خپره کړې چې افغانستان پاکستان ته ټکان ورکړ.

د ليکنې په پيل کې راغلي، حشمت الله شهيدي چې په دې تمريناتي مسابقه کې يې ٧٤ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېد، افغانستان ته زمينه برابره کړه چې له پاکستانه دغه مسابقه په درېيو ويکټو وګټي.

اى افريقا ليکي، پاکستان د يو ورځنيو مسابقو په يوه لړۍ کې د انګلستان د کرکټ د ملي ټيم له خوا تر ماتې وروسته د افغانستان له خوا له شکست سره مخامخ شو.

کريک اينفو:

د کرکټ په مشهوره ويبپاڼه کريک اينفو کې په دې اړه مفصله ليکنه راغلې او د ليکنې ليکوال دانيال رسول وايي، دا ماتې واقعاً په ذهني لحاظ پاکستان ته لويه ضربه وه.

د ليکوال په باور، که څه هم دا رسمي يو ورځنۍ مسابقه نه وه، خو دا لوبه له څو اړخونو تر تېرو ١٠ مسابقو چې پاکستان بايللي، مهمه وه.

(SBS) اسټراليا:

د اسټراليا (SBS) خپرندوى ارګان ليکلي چې پرون ناوخته د پاکستان په وړاندې د افغانستان له بريا وروسته په افغانستان کې خلکو چې سياستونو سره جلا کړي، خوشحالي وکړه، هوايي ډزې وشوې او په خپلو کې يې اتحاد څرګند کړ.

د ارګان په ليکنه، د افغانستان لپاره چې له لسيزو جګړو وروسته د سولې په لټه دى، دغه بريا ځکه خوږه وه چې د پاکستان په وړاندې وه.

په ليکنه کې ويل شوي، ګڼ افغانان ګاونډى هېواد پاکستان تورنوي چې د طالبانو ملاتړ کوي او په افغانستان کې ناکراريو ته لمن وهي، هغه تور چې پاکستان يې ردوي.

XS
SM
MD
LG