د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

په التقوا جومات کې له چاودنې وروسته د دغه جومات لمونځ کووني اندېښمن دي


آرشیف/ په کابل کې د لمونځ کوونکو یو انځور/ Source: Reuters
آرشیف/ په کابل کې د لمونځ کوونکو یو انځور/ Source: Reuters

د کابل ښار د التقوا په جومات کې له چاودنې وروسته لمونځ کوونکي د ځانونو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د کابل ښار په ختیځ کې التقوا جومات چې د پرونۍ چاودنې مخکې به په کې زرګونه لمونځ کوونکي راټولېدل، اوس ورته یو وړوکی قلف پروت دی.

محمد ظریف چې د دغه جومات یومقتدي دی، وايي چې د جمعې د ورځې له پېښې وروسته مکمن خپل لمونځونه په کور کې وکړي.

دی زیاتوي:

"تصمیم مې نیولی چې ښايي نور دغه جومات ته رانشم، ځکه له چاودنو، ځان وژونکو او له ډزو ډارېږم."

التقوا جومات سوداګریزې ساحې ته څېرمه پروت دی چې اکثره لمونځ کوونکي یې دوکانداران او د تولیدي فابریکو کارګران دي.

په کابل ښار کې د التقوا چومات د تېرې ورځې د پېښې یو انځور
په کابل ښار کې د التقوا چومات د تېرې ورځې د پېښې یو انځور

محمد طیب دغه جومات ته نږدې د خوراکي توکو د خرڅلاو دوکان لري، دی سره له دې چې اندېښمن دی، وايي چې هېڅ پېښه نه شي کولی چې جومات ته یې د ورتګ مخه ونیسي.

دی وایي:

"الحمدالله مسلمان یم، که سر مې هم لاړ شي، جومات ته ځم، خو اندېښمن یم."

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د التقوا جومات په منبر کې د جمعې په ورځ د غرمې په یوه بجه او ۲۰ دقیقو چاودنه وشوه چې د کابل د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د جومات امام او مشهور دیني عالم سمېع الله ریحان په کې له یوه بل لمونځ کوونکي سره ووژل شو او شااوخوا ۱۶ کسان په کې ټپیان شول.

دغې پېښې د کابل ښار د نورو سیمو د اوسېدونکو پر روحیې هم اثر کړی دی.

د کابل د درېیمو مکروریانو اوسېدونکی همېشه ګل د جوماتونو د امنیت په اړه د امنیتي ځواکونو پر بې پروایۍ انتقاد کوي او وایي:

"دغو پېښو خلکو ته رواني تکلیف پیدا کړی چې ګواکې په جومات کې وژل کېږو، نو امنیت یې ولې نه نیول کېږي؟"

په ورته وخت کې د کابل امنیه قوماندان وايي چې د جوماتونو د امنیت لپاره هڅې کېږي.

د دغې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل:

"اوس چې د روژې د مبارکې میاشتې شپې دي، د تراویحو د کولو او د جمعې د لمانځه پرمهال په ټولو جماتونو کې پولیس شته، خو دغه کار یو ډول سازمان شوی و، ځکه چاودېدونکي مواد مخکې له مخکې ځای پرځای شوي وو، پولیس په دې برخه کې ډېر جدي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د روژې میاشت ده او لمونځ کوونکي سربېره پر پنځه وخته لمانځه، د تراویحو او د قران مجید د ختمونو لپاره جوماتونو ته ځي او عبادتونه کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG