د ارزګان اوسېدونکي وایي، وسله وال طالبان دې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین ته اجازه ورکړي.
دغه خلک وايي چې د پولیو د واکسین مخه نیول د دوی له ماشومانو سر په ښکاره د دوښمني ده چې وسله وال طالبان یې کوي او دا د هغوی د حقونو تر پښو لاندې کول دي.
روغتیايي مسؤلین هم خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې ورځ تربلې د پولیو خطر زیاتېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په یاد ولایت کې وسله والو طالبانو یو ځل بیا له یوې میاشتې راهیسې تر خپل واک لاندې سیمو کې د پولیسو د واکسین مخه نیولې ده.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: