د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

ټرمپ د جان واکر لینډ چې په امريکایي طالب مشهور دی، پر خوشې کېدو ناخوښي وښوده


جان واکر لینډ چې په امريکایي طالب مشهور دی
جان واکر لینډ چې په امريکایي طالب مشهور دی

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر له زندانه د جان واکر لینډ چې په امريکایي طالب مشهور دی، پر خوشې کېدو ناخوښي وښوده.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ چې د مې پر ۲۳مه یې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې له فدرال مدافع وکیلانو یې د جان واکر لینډ د خوشې کېدو د مخنیوي د امکاناتو په اړه پوښتلي، خو هغوی ویلي وو چې دا کار ممکن نه دی.

ولسمشر ټرمپ وویل:

"هغه څه چې ما تر بل هر څه نارامه کوي، دا دي چې دغه کس د ترهګرۍ اړوند څرګندونو لاس نه دی اخیستی او موږ پرېږدو چې هغه خوشې شي."

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې لینډ به په دقت سره وڅارل شي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له فاکس نیوز سره په خبرو کې د دې کس خوشې کېدل د نه باور وړ بللي وو.

۳۸ کلن جان واکر لیند په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې نېټې د بریدونو په تړاو په افغانستان کې ونیول شو.

په ۲۰۰۲ کال کې له طالبانو سره د همکارۍ او د چاودېدونکو موادو د لېږد په تور په شل کاله بند محکوم شو.

لا یې د دې حبس درې کاله پاتې وو چې تېره ورځ د امریکا په ایندیانا ایالت کې له زندانه خوشې شو.

دی د هغو لسګونو بندیانو په ډله کې دی چې له ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې د بریدونو وروسته په افغانستان او عراق کې نیول شوي دي او دوی په راتلونکو کلونو کې خوشې کېدو ته انتظار باسي.

د هغو حکومتي اسنادو له مخې چې د امریکا د بهرنۍ پالېسي مجلې له خوا خپاره شول، راغلي چې لینډ تند لارې مفکورې لري.

امریکایي سناتورانو ریچارډ شلبي او مارګریټ حسن د زندانونو فدرال ادارې ته په یوه لیک کې د هغې پالېسۍ او پروسې په اړه پوښتلي چې د دوی په خبره دا ډاډمنوي چې تندلاري او په ترورېستي کړنو تورن کسان په بریالیتوب سره په ټولنه کې مدغموي.

دغې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې دوی د بندیانو د خوشې کېدو د پلانونو جزیات نه خپروې، خو وایي چې دوی له ترورېزم سره په تړاو د معافیتونو د څارنې پالېسۍ لري.

د محکمي د حکم له مخې، لینډ به د خپل څارونکي افسر له اجازې پرته ونشي کولای چې انټرنټ لرونکي وسایل له ځانه سره وګرځوي او که ورسره هم وي، په پرله پسې ډول به تعقیبېږي.

دی به اجازه نه لري چې پاسپورټ ولري، له مهمو تندلارو سره اړیکې ولري او یا له انګلیسي پرته په هره بله ژبه انلاین مکالمې وکړي.

د لینډ مور او پلاور او هم مدافع وکیل په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

جان واکر لینډ هغه مهال چې نوی ځوان و له کاتولیک مذهب څخه اسلام ته واوښت.

نوموړي په ۲۰۰۲ کال کې د بندي کېدو پر مهال ویلي وو چې یمن ته د عربي ژبې د زده کړې او پاکستان ته د اسلامي زده کړو لپاره تللی و.

لینډ ویلي وو چې په خپله خوښه یې له طالبانو سره د هغوی په مبارزې یا جهاد کې مرسته کړې او دایې هم ویلي چې د امریکا پر ضد د جګړې نیت یې نه درلود.

دی وایي، هېڅ کله نه پوهېده چې د جهاد مانا د امریکا پر ضد دریځ نیول دي.

نوموړي محکمې ته وویل چې ترورېزم که په هره سطحه وي، غندي یې او دا چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن له خوا بریدونه کاملاً د اسلام پرخلاف دي.

خو د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د امریکا د ترورېزم ضد ملي ادارې له خوا په یوه راپور کې لیکل شوي چې لینډ د ۲۰۱۶ کال له مې څخه د نړیوال جهاد لپاره پاروونو ته دوام ورکړی او د ترهګرۍ اړوند لیکنې یا ترجمې کوي.

XS
SM
MD
LG