د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

د کرکټ افغان لوبډلې پاکستان ته ماته ورکړه


ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي
ارشیف، د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د مې په ۲۴مه د پاکستان د کرکټ لوبډلې ته په درېیو وایکټو ماته ورکړه.

دا تمریناتي لوبه د انګلستان په برستول ښار کې وشوه.

پچه د پاکستان په ګټه وخته او افغانستان ته یې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

راشد خان او دولت ځدراڼ دواړو دوه دوه او محمد نبي درې وایکټې واخیستلې.

په پرونۍ لوبه کې د افغانستان د لوبډلې غړي شهزاد محمدي ته ډېرې سترګې ور اوښتې، خو هغه ټپي شو او تر ۲۳ منډو وروسته له لوبې ووت.

حضرت الله ځاځي له لومړیو شېبو څرګنده کړه چې افغانستان پیاوړی ټیم دی.

هغه ۴۹ منډې وکړې.

حشمت الله شهیدي هم د افغانستان په بري کې مهمه ونډه واخیسته.

هغه نه یوازې دا چې ۷۴ منډې وکړې، تر پایه ونه سوځېد.

د برستول ښار په لوبغالي کې ډېر افغانان او پاکستانیان د مسابقې سیل ته ناست وو.

ارشیف، یوه افغانه ماشومه د دپۍ په یوه لوبغالي کې د کرکټ لوبه ننداره کوي
ارشیف، یوه افغانه ماشومه د دپۍ په یوه لوبغالي کې د کرکټ لوبه ننداره کوي

په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم زرګونه کسانو دا سیالي پر انټرنټ او ټلويزیونونو وکتله.

نسیمه د کابل اوسېدونکې وايي، پرون یې روژه په ډېره تلوسه کې تېره کړه.

هغې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان لوبه ورته ډېره مهمه وي.

نسیمه زیاتوي:

"افغانستان او باکستان د ګاونډیانو په توګه رقابت لري، زموږ لوبډلې ابتدايي کرکټ په پاکستان کې زده کړی، موږ دواړه هېوادونه سیاسي لانجې لرو، نو په داسې وخت کې موږ ته بری ډېر مهم دی، زموږ اسماني پړانګانو ښه لوبه وکړه."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اسماني رنګ کالي اغوندي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړي استازي الیتا مېلر پر ټوېټر لیکلي:

"نن بل هېڅ شي ارزښت نه لري، دا د اسماني پړانګانو د بري ورځ ده."

اليتا مېلر لیکلي، کله چې د کرکټ خبره شي "زه هم افغانه یم."

د ازادي راډيو یو شمېر اروېدونکو له دې اندېښنه درلوده چې ښايي په افغانستان کې د دې بري د نمانځلو لپاره هم ډزې وشي.

ټاکل شوې چې د مې په دېرشمه نېټه په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ پیل شي.

د سیالۍ تر رسمي پیل مخکې باید هره لوبډله دوه تمریناتي لوبې وکړي.

افغانستان پرون د مې په ۲۴مه له پاکستان سره لوبه وکړه او د راتلونکې دوشنبې په ورځ له انګلستان سره مخامخ کېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام لپاره لومړۍ سیالي د جون په اوله ورځ له استرالیا سره کوي.

XS
SM
MD
LG