د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د اجرائیه رئيس له مخالفت سره سره دوه وزیران له دندو کوښه شول


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

په داسې حال کې چې اجرائیه ریاست د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره له نوم لیکنې وروسته د دولتي مامورینو له ګوښه کېدو او ګمارل کېدو سره مخالف دی، خو په دې وروستیو کې یوه معتبره دولتي منبع د یوه وزیر او یوه سرپرست وزیر د ګوښه کېدو خبر ورکوي.

د جمهوري ریاست انتخاباتو ته له نوم لیکنې وروسته د دولتي مامورینو د ګمارل کېدو او ګوښه کېدو په اړه د اجرائیه ریاست له مخالفت سره سره، دوه حکومتي چارواکي له دندو لېرې شوي دي.

یوې دولتي منبع چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې د مخابراتو د وزیر شهزادګل اریوبي پرځای فهیم هاشمي او د اوبو او برښنا د سرپرست وزیر محمدګل خلمي پر ځای ډاکتر طاهر شاران ګمارل شوي دي.

اجرائیه ریاست په دې اړه تبصره نه کوي، خو تاکید کوي چې له هغې وروسته چې عبدالله عبدالله د جمهوری ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید او نوم یې ثبت کړ، ژمنه یې وکړه چې د ځان د بریالیتوب په خاطر به له دولتي امکاناتو ګټه وانه خلي.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی د جمهور رئیس په ګډون له ټولو کاندیدانو ورته هیله لري.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

دی زیاتوي:

"ښايي تر راتلونکو انتخاباتو پورې د جمهور رئیس او اجرائیه رئيس پر ځای پاتې کېدل یو ضرورت وي، خو په دې معنی نه ده چې په راتلونکو انتخاباتو کې دې د بریالیتوب په خاطر له دولتي امکاناتو کار واخیستل چې دا د قانون خلاف دي."

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید په توګه د جمهور رئیس د نوم ثبتولو وروسته د هغه صلاحیتونه باید محدود شي.

د اجرائیه ریاست په اعلامیه کې د عبدالله عبدالله له قوله راغلي چې د دغه حکومت وخت او کاري مودې ته په پام، د جمهوري ریاست یوې انتخاباتي کاري دورې ته تابع دی، خو د اساسي قانون ۶۱مه ماده د جمهور رئیس د وخت د ختمېدو په اړه بشپړ صراحت لري.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې پر وخت د انتخاباتو د نه دایرېدو له امله د ملي یووالي د حکومت د کار دوام په عامو ذهنونو کې یوه پوښتنه پیدا کړې او له بلې خوا یې د جمهوري ریاست د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او دولت ترمنځ هم د نظر اختلاف رامنځته کړی دی.

جمهوري ریاست د ښاغلي عبدالله د خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د انتخاباتو ځیني څارونکي بنسټونه وايي چې ولسمشر او اجرائیه رئیس باید د انتخاباتو پرمهال خپل یو لړ صلاحیتونه کم کړي او که نه نو، د دوی په خبره، د انتخاباتو شفافیت او عدالت به تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي:

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

"د انتخاباتو پرمهال دغه مسایل کولای شي چې د انتخاباتو پر ماهیت او اعتبار اثر وکړي او همدارنګه د کاندیدانو دغو تورونو ته چې جمهور رئیس د انتخاباتو پر موقع له خپلو دندو ګټه اخلي، بڼه ورکوي، ښه دا ده چې ولسمشر دې اخلاقآ محدودیتونه وضع کړي."

د حقوقي چارو پوهان او په تېره ودیر صافی وايي، د انتخاباتو پر مهال د دولتي مامورینو د ګمارل کېدو او ګوښه کېدو په برخه کې د ولسمشر د صلاحیتونو په اړه وضاحت نه شته.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG