د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

حافظ عبدالقیوم: په نورستان کې د داعش د اوسېدو او فعالیت ځای نشته


ارشیف، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم
ارشیف، د نورستان والي حافظ عبدالقیوم

د نورستان والي وايي : په ولایت کې يې د داعش لپاره د اوسېدو او فعالیت کولو ځای نشته او په خبره یې چې د نورستان دیني عالمان او قومونه د حکومت پلویان دي.

خو په کونړ کې يې د مخ په زیاتېدونکي نفوذ اندېښمن کړی چې ګوندې ولایت ته تللې لارې يې بندې نشي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ولایت دیني عالمانو او قومي مشرانو يې پرېکړه کړې چې داعش ته به په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي، نو په همدې اساس وایي چې دغه ډله په نورستان کې د اوسېدو او فعالیت کولو اجازه نه لري.

والي وړاندې وویل:

"کله چې په چپه دره کې د داعش له خوا خوځښت پیل شو، نو د نورستان دیني عالمانو، ځوانانو او قومي مشرانو په واما ولسوالۍ کې غونډه وکړه، ټول ولس دا اعلان وکړ چې موږ به د داعش په وړاندې د دولت ترڅنګ اوږه په اوږه جنګېږو او دفاع به کوو، نو دغه تشویش په نورستان کې نه لرو چې دلته دې داعش پراخ نفوذ پیدا کړي او جدې تهدید دې رامنځته کړي."

خو په کونړ کې يې د مخ په زیاتېدونکي نفوذ له امله یې اندېښنه دا ده چې ګوندې له دې کبله نورستان ته غځېدلې لارې يې بندې نشي.

والي وویل:

"دغه تشویش موږ هم لرو، له مرکزي حکومت سره مو شریک کړی دی او د کونړ مسؤلینو سره په دې کې همغږي لرو او په ګډو هڅو به دغه تهدید له منځه وړو."

خو د کونړ چارواکي بیا وایي چې په چپه دره کې داعش ماته خوړلې او نورو ځایونو ته د خورېدو توان يې له لاسه ورکړی دی.

د کونړ امنیه قوماندان سمونمل شفیق الله سهار ازادي راډیو ته وویل:

"موږ وسله وال ځواکونه، ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت په ګډه په چپه دره کې عملیات ترسره کړل، هغه قرار ګاه ګانې چې وې، هغه مو ټولې ونیولې او اوس داعش داسې لېرې ځایونو ته په شا شوی دی چې د وسلو ډز يې د چپې درې مرکز ته نه راځي.

د نورستان دولتي مسؤلین په داسې حال کې په خپل ولایت کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د نفوذ نه کولو خبره کوي چې د کونړ چپه دره د نورستان له واما ولسوالۍ سره شریکه پوله لري او په یاده ولسوالۍ کې داعش خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG