د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

ځایي خلک: په فاریاب ولایت کې سږکال کوکنار نه دي اړول شوي


آرشیف/ په ننګرهار کې یو تن د کوکنارو د حاصل ټولولو په حال کې
آرشیف/ په ننګرهار کې یو تن د کوکنارو د حاصل ټولولو په حال کې

د فاریاب ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې سږ کال په دې ولایت کې د بارانونو او اوبو د ډېروالي له امله د کوکنارو کښت ډېر شوی او بزګران په ډاډه زړه تارياک ټولوي.

د فاریاب ولایت یو اوسېدونکی (۲۸) کلن حیات الله وايي چې دی له یوه ساختماني شرکت سره کار کوي او په اوونۍ کې څو ځله نا امنو ولسوالیو ته سفرونه کوي.

ده ليدلي چې د فارياب په څو ولسوالیو کې ښه ډېر کوکنار کرل شوي، لکه په پښتون کوټ، المار او قیصار ولسواليو کې ښه ډېر کوکنار کرل شوي او د نېښ وهونکو ورځنۍ مزدوري نږدې زر افغانۍ ده.

ده وویل:

"لکه څنګه چې تاسې يې وينئ، د پښتون کوټ ولسوالۍ د خواجه ناموسي او غار تپه کلیو په ټولو ځمکو کې کوکنار کرل شوي، سږکال له بده مرغه چې د کوکنارو حاصلات ډېر زیات دي."

فاریاب د افغانستان په شمال کې له هغو ناامنو ولایتونو دی چې ډېری سیمې یې د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې دي، له دې سیمو څو ځله د کوکنارو د کښت راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د فاریاب ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس محمد اسحاق شمسي وايي، سږکال د تېر کال په پرتله په قیصار، المار او ځینو نورو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.

د ده په خبره، تېر کال په ټول فاریاب کې په (۸۱۷۵) هيکتاره او سږکال په (۸۲۴) هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

ښاغلی شمسي د کوکنارو د کموالي دلیل ږلۍ، طوفان او پر له پسې بارانونه بولي او وایي:

"کوم راپورونه چې موږ ته رارسېدلي، په ځینو ولسوالیو لکه غورماچ قیصار او المار ولسواليو کې د پر له پسې بارانونو له امله د تېر کال په پرتله د کوکنارو کښت کم شوی دی."

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ امنيتي ځواکونو سږکال د کوکنارو یو بوټی کوکنار هم نه دی مات کړی.

د دې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې کوکنار ټول د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې کرل کېږي.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش

ده زیاته کړه:

"د دولت تر واک لاندې سیمو کې کوکنار نه کرل کېږي، ځکه چې موږ خپلو کشفي ادارو ته ويلي چې کوکنار واړوي، خو د طالبانو تر واک لاندې ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي، دا ښکاره خبره ده چې د دولت وسله وال مخالفین خپل ټول لګښتونه د همدې نشه يي موادو له پيسو پوره کوي."

ښاغلی یورش زیاتوي، د فاریاب ولایت پولیسو د پخوا په پرتله له نشه يي موادو سره جدي مبارزه پیل کړې او په تېرو څلورو میاشتو کې یې د نشه يي موادو څه د پاسه سل خرڅوونکي نیولي دي.

راپور: اکرام کرم

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG