سیګار د روان میلادي کال په لومړیو کې په افغانستان کې د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو د ناټو او امریکايي ځواکونو د نظامي عملیاتو د درېدلو خبر ورکړی و، خو اوس د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي چې دوی به له افغان ځواکونو سره په ګډه د نشه يي موادو پر کارخانو په هوايي بریدونو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ناټو او امریکايي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په کابل کې خبریالانو ته وویل، که د نشه يي موادو پر کارخانو د ناټو او امریکايي ځواکونو ګډو مرستو ته اړتيا وي، نو دوی همکارۍ ته چمتو دي.
ده وویل:
"د نشه يي موادو د جوړولو پر لابراتوارونو هوايي بریدونه شوي، ځکه چې نشه يي مواد د اسلام له نظره حرام او په ورته وخت کې د ترهګرو ډلو مالي سرچینه هم ده، که زموږ مرسته د افغانانو او افغان امنيتي ځواکونو لپاره ګټوره وي، نو موږ د افغان امنيتي ځواکونو او افغان حکومت له رهبرۍ سره په ګډه اقدام کوو."
د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې افغان او بهرنیو ځواکونو د نشه يي موادو د جوړولو پر کارخانو ګډ هوايي بریدونه پیل کړل.
وروستی بريد يې یوه اوونۍ مخکې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې وکړ چې په نتيجه کې يې د هیروئینو جوړولو (۶۸) لابراتوارونه ويجاړ شول.
د کورنیو چارو وزارت د څېړنو له مخې په دې لابراتوارونو کې د ورځې د یو میلیون افغانیو په ارزښت هیروئین جوړېدل چې ګټه یې طالبانو ته رسېده.
امنیتي کارپوه محمداګل مجاهد د هیروئینو جوړولو پر کارخانو هوايي بریدونه د نشه يي موادو د تولید په کمولو کې ګټور نه بولي.
دی وايي چې په افغانستان کې د هیروئینو کارخانې تر هغو بمونو ډېرې ارزانه دي چې د هيروئينو جوړلو پر کارخانو غورځول کېږي.
دی وایي:
"د دې لابراتوارونو پر جوړولو له پنځو زرو نيولې تر لسو زرو ډالرو پورې لګښت راځي، دا لابراتوارونه له څو بېلرونو او میسي دیګونو څخه جوړ شوي چې د انتقال وړ او ویجاړول یې هېڅ ارزښت نه لري، که هدف دا وي چې په اساسي ډول د نشه يي موادو د جوړولو مخه ونيول شي، بايد د زراعت وزارت د کوکنارو پر ځای ګټور بدیل کښتونه چمتو کړي، دغه ډول دې د دولت تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو له کښت سره هم جدي مبارزه وشي."
د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ یا سیګار مشر جان سوپکو په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د لابراتوارونو ویجاړول د هيروئينو جوړولو د مخنيوي لپاره موثره او ګټوره لاره نه ده، خو هغه نشه يي مواد چې د هوايي بریدونو په نتیجه کې له منځه ځي، د طالبانو عواید راکمولای شي.
راپور: مرسلین ارسلا