پاکستان له هندوستان سره د سولې د خبرو لپاره لېوالتيا ښودلې ده.
په همدې حال کې د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي یو ځل بيا په نوي ډيلي کې واک ته رسېږي.
پاکستان په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له ځمکې ځمکې ته د شاهین دوه په نوم توغندي د ويشتلو اړونده روزنه یې پیل کړه.
د پاکستان په وينا، دا توغندي تر پنځلس سوه مایله پورې د اټمي او نورو وسلو د لېږد وړتيا لري.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې وويل، شاهین دوه ډېره وړتیا لرونکی توغندی دی چې په سیمه کې د ثبات انډول ساتلو لپاره په بشپړه توګه د پاکستان ستراتيژيکې اړتیاوې پوره کوي.
د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د شنګهای همکاریو کنفرانس په څنډه کې له خپل هندي سيال سره وکتل.
ده له دې غونډې وروسته وویل:
"موږ هېڅ کله په ترخه لهجه له یو بل سره نه یوو غږېدلي، موږ غواړو چې ښه ګاونډيان واوسو او د خبرو له لارې مهم مسايل حل کړو."
دا خبرې په داسې حال کې دي چې د پاکستان او هندوستان تر منځ وضعیت په فبرورۍ مياشت کې دومره ترینګلی شو چې دواړه هېوادونه د کشمير پر سر جګړې ته نېږدې شول.
هندوستان د پاکستان په بالاکوټ سيمه کې هوايي عمليات وکړل او په وینا يې، هلته یې د سخت دريځو کمپ هدف وګرځاوه.
په غبرګون کې یې پاکستان هم هوايي حملې وکړې او د کشمير پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ نښتې وشوې.
پاکستان د یو څه مودې لپاره خپل هوايي قلمرو د ټرانسپورت پر مخ تړلی و چې په نتيجه کې يې هندوستان او د نړۍ نورو برخو ته پروازونه مختل شول.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په دوامداره توګه ويلي چې له هندوستان سره له کشمير په اړه د مسایلو د حل لپاره خبرې کول غواړي.
د روېټرز خبري اژانس راپور وايي چې پاکستاني چارواکو هيله څرګنده کړې وه چې د هندوستان تر انتخاباتو وروسته ښايي دا خبرې وشي.
عمران خان تېره مياشت وویل چې دی په دې باور دی چې که د هند د صدراعظم نریندرا مودي بهارتیه جنتا ګوند انتخابات وګټي، د مذاکراتو احتمال زياتېږي.